دخپریدو نیټه :شنبه ۹ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۲۹
د مطلب کود : 283143
اسلامي امارت د افغانستان د خبریالانو د مرکز  راپور رد کړ
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د افغانستان د خبریالانو د مرکز د هغې ادعا په غبرګون کې چې ویلي یې دي د خبریالانو له حقونو څخه د سرغړونې ۱۶۸ پیښې ثبت شوي، ویلي چې اسلامي امارت د دغه سازمان ادعا ردوي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: ذبیح الله مجاهد وايي، البته موږ د دې ادارې ادعا نه تاییدوو، خو په تېر کال کې یو شمېر داسې پېښې رامنځ ته شوې چې کله په کې سرغړونې شوي، کله کله خبریالان نیول شوي دي.

د ملي ټلویزیون د راپور له مخې، مجاهد زیاته کړې، چې دغه نیول او توقیف د لنډ وخت لپاره نه وو او د حکومت له لوري خبریالانو ته هېڅ ډول زیان نه دی رسېدلی.

هغه پر رسنيو د حکومت فشارونه رد کړل او ويې ويل، چې پر رسنيو هېڅ ډول فشار نه دى راغلى، "ټولې ويډيويي او انلاين رسنۍ کتلاى شي، چې په ازاده توګه فعاليت وکړي، بحثونه او شننې وکړي او راپورونه خپاره کړي.

د اسلامي امارت ویاند دا هم ویلي چې «یو شمیر رسنۍ چې له کومې خوا یې له کوم لوري امرونه تر لاسه کول، زموږ د ملي ګټو خلاف فعالیتونه کول، طبیعي ده چې مجازات شي».

دده په وینا؛ یوې راډیو بیا هم غوښتل چې د بهرنیانو په خوښه نشرات ترسره کړي، هغه بنده او بنده شوه.

د يادونې وړ ده، چې د افغان خبريالانو مرکز په خپل وروستي کلني راپور کې ادعا کړې، چې سږ کال يې د خبريالانو له حقونو څخه د سرغړونې ۱۶۸ پېښې ثبت کړې دي. تر ۶۰ زیات خبریالان نیول شوي او د اسلامي امارت له لوري د رسنیو د محدودولو لارښوونه شوې ده.
https://avapress.com/vdcgtw9xwak97q4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته