دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۱ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۳۳
د مطلب کود : 283270
د ایران او افغانستان اقتصادي استازو د سوداګرۍ پر پراختیا خبرې وکړې
د افغانستان او ایران اقتصادي استازو په یوه غونډه کې د دواړو لورو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا پر وړاندې پر شته ننګونو او خنډونو خبرې وکړې.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد او اسلامي امارت استازو د اقتصادي او سوداګریزو مسایلو په اړه غونډه کړې ده.

دغه یوه ورځنۍ غونډه د یکشنبې په ورځ (د جدی ۱۰ مه) د تایباد د دوغارون په پوله کې جوړه شوه.

د دغې رسنۍ د راپور له مخې، په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په لاره کې پراته خنډونه او ننګونې وڅېړل شوې.

ایرنا لیکلي چې په دغه کتنه کښې د افغانستان په چارو کښې د ایران د خاص استازي اقتصادي سلاکار، د تایباد ولایت سرپرست، د ګمرکونو سرپرست او د خراسان رضوي د بازارونو مدیر، د لویو لارو او ټرانسپورټ عمومي مدیر او د امنیت د تامین مشر ګډون کړی وو. په دې غونډه کې دقانون نافذونکو ځواکونو او د بهرنيو چارو وزارت استازي او د ايران د تايباد د دوغارون په پوله کې د اجراييه رياستونو استازي او د صدراعظم د دفتر د اقتصادي مرستيال اقتصادي سلاکار هم شتون درلود.

د دغې رسنۍ د راپور له مخې، د ګمرکونو په برخه کې د ایراني او افغاني موټر چلوونکو د ستونزو له څېړلو وروسته، په پام کې ده چې د دواړو لورو ترمنځ د همکارۍ د هوکړه لیک په اړه اقدام وشي.

د ایران دولتي خبري اژانس هم ویلي، چې نن ۲۱ افغان اقتصادي فعالان د سوداګریزو او اقتصادي راکړو ورکړو د کچې د لوړولو، د خنډونو د څېړلو او د دواړو هېوادونو د موټر چلوونکو د ځینو ستونزو د حل په هدف ایران ته رسېدلي دي.

تهران ته د دغه وزارت د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د سفر په ترڅ کې د دواړو لورو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې څو تفاهم لیکونه لاسلیک شول.
https://avapress.com/vdchqxniv23n6id.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته