دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۲ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۲۷
د مطلب کود : 283334
په غزه کښې د ځمکنیو عملیاتو له پیله تراوسه د صهیونیسټ رژیم ۲۹ پوځیان د خپلمنځي ډزو له امله وژل شوی دی
د اسرائیلو پوځ اعلان وکړ چې د حماس د غورځنګ له حملې پرته د دغه رژیم ۲۹ پوځیان په غزه کښې د خپلمنځي ډزو او یا په نورو پیښو کښې وژل شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د اسرائیلو پوځ اعلان کړی چې په غزه کې د ځمکنیو عملیاتو له پیل راهیسې ۲۹ پوځیان په خپلمنځي ډزو کې وژل شوي دي.

صهیونیسټي پوځ اعلان وکړ: په غزه کښې د ځمکنیو عملیاتو له پیله تراوسه ۲۰ پوځیان د خپلمنځي ډزو له امله وژل شوي.

د عرب ۴۸ ویب پاڼې د راپور له مخې، د اسراییل پوځ اعلان وکړ چې د جګړې له پیل راهیسې په شمالي سرحدونو او لویدیځې غاړې کې په عملیاتي پیښو او ډزو کې څلور سرتیري وژل شوي دي. 

په دې شمېرو کې د اکتوبر د اوومې پېښې شاملې نه دي، چې تر اوسه یې څېړنه نه ده شوې.

دا په داسې حال کښې دی چې د غزې په تړانګه کښې د صهیونیسټی رژیم د پراخو حملو او په سیمه کښې د بې سابقې بشری ناورین او د کړکیچ د زیاتیدا په لړ کښې د غزې جنګ د ۸۷مې ورځې لپاره دوام لری.

په غزه کې د اسراییلو د پوځي عملیاتو په پایله کې د وژل شوو فلسطینیانو شمیر ۲۱۸۲۲ تنو ته ورسید. 

همداشان د اسراییلو پوځ د خپلو مړو شمیر ۵۰۶ تنو ته لوړ کړ.
https://avapress.com/vdcippar5t1avp2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته