دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۴ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۳۱
د مطلب کود : 283495
د هرات زلزله ځپلو لپاره د ۳۷ موقتي سرپناه جوړ شو
د هرات ولایت چارواکو د هرات د زنده جان ولسوالۍ په کرنیل وردک سیمه کې د زلزلې ځپلو کورنیو ته د ۷۰ زره ډالرو په ارزښت د ۳۷ بیړنیو سرپناهونو د سپارلو خبر ورکړ.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د دغو کورونو د جوړولو د پروژې مسوول شکیب شهابی وایی چې دغه ۳۷ کورونه د خلکو په مرسته د ۷۰ زره ډالرو په لګښت په معیاري ډول جوړ شوي دي.

هغه زياته کړه، دغه کورونه هغو کورنيو ته ورکړل شوي، چې سرپناه ته جدي اړتيا لري.

دغه راز د هرات ولايت سيمه ييز چارواکي هم د زلزله ځپلو د ستونزو د هواري لپاره د هڅو خبر ورکوي.

د هرات د والي مرستيال حيات الله مهاجر وايي، تر اوسه د زيانمنو شويو کليو د خلکو لپاره له زرو زيات کورونه جوړ شوي او د ځينو نورو د جوړولو کار روان دى.

له بلې خوا د زلزله ځپلو کورنيو چې له دغه کور څخه يې ګټه پورته کړې خوښي څرګنده کړه او ويې ويل چې د بېړنيو کورونو په جوړولو سره به د دوى ستونزې نه حل کېږي او هيله لري چې د دوى نور کورونه چې تر کار لاندې دي ډېر ژر بشپړ شي.

باید وویل شي، چې په هرات کې د سختې زلزلې له امله لسګونه کسان مړه او زرګونه نور بې کوره شوي، چې د سړې موسم په رارسېدو سره له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
https://avapress.com/vdcgyw9xnak97t4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته