دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۷ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۳۳
د مطلب کود : 283675
د بلخ پولیسو په تېرو درېیو میاشتو کې ۲۰۰ مجرمین نیولي دي
د بلخ ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند وايي، د دغه ولايت پوليسو په تېرو درېيو مياشتو کې په مزارشريف ښار کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو ۲۰۲ کسان نيولي او عدلي او قضايي ارګانونو ته يې سپارلي دي. نوموړي ښاريانو ته ډاډ ورکړ، چې د قانون په پلي کېدو سره به نظم او امنيت ښه شي او وسله والې غلاوې به زياتې نه شي.
افغان غږ خبری آژانس - د بلخ ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند محمد آصف وزیري په مزارشریف ښار کې د وسله والو غلاوو د زیاتوالي په اړه د ښاریانو د اندیښنې په اړه وویل چې امنیتي ځواکونه د امنیت د تامین او د مجرمینو په ځانګړې توګه د وسله والو غلو د نیولو او په دې برخه کې به له هیڅ راز هلو ځلو څخه ډډه ونه شي.
 
هغه زياته کړه: په تېرو درېيو مياشتو کې د پوليسو ځواکونو په مزارشريف ښار کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو ٢٠٢ کسان نيولي او عدلي او قضايي ارګانونو ته يې سپارلي او هېوادوالو ته ډاډ ورکوو، چې د پېښو د لا خرابېدو په اړه اندېښنه نه کوي.

وزيري وويل، د مزارشريف له ټولو اوسېدونکو او د بلخ ولايت له اوسېدونکو غواړي، چې د جنايتکارانو او جنايي شبکو د پېژندنې په برخه کې له پوليسو سره همکاري وکړي. 
 
له بلې خوا په مزارشريف ښار کې يو تن ټولنيز فعال سيد يعقوب حسيني د افغان غږ خبری آژانس خبريال ته وويل چې په بلخ ولايت کې د اسلامي امارت د حکومت په رامنځته کيدو سره جرمونه کم شوي دي، خو لا هم د موبايلونو غلا او له کورونو څخه غلاوې لیدل کیږي.
 
هغه د وسله والو غلاوو د زياتوالي په اړه د ښاريانو اندېښنې يادې کړې او زياته يې کړه: دا پټه نه ده چې په يوه ټولنه کې هر ډول وګړى ژوند کوي، خو د پوليسو ځواکونه بايد د مفسدينو او جنايتکارانو د مخنيوي لپاره هوښيار واوسي.

په ورته وخت کې د مزارشريف ښار يو شمېر اوسېدونکو وويل: د اسلامي امارت مسوولين لکه څنګه چې يې ژمنه کړې، د هېوادوالو د ژوند او مالي امنيت ډاډمن کړي او مصئونيت د ټولو اتباعو حق دی.
 
د يادونې وړ ده، چې مزارشريف ښار د هېواد په کچه يو له ګڼې ګوڼې ډک ښار دى، چې د شمالي ولايتونو د سوداګريزو لويو لارو څخه ګنل کیږي.
https://avapress.com/vdcguw9xnak9734.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته