دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۰ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۰۳
د مطلب کود : 283891
د وچکالۍ تکرار؛ د افغان بزګرانو اصلي اندیښنه
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) اعلان کړی چې د وچکالۍ تکرار اوس مهال د افغان بزګرانو اصلي اندیښنه ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: دغه سازمان په یوه راپور کې ویلی چې په افغانستان کې د کوکنارو کرکیله کمه شوې ده.
 
د دغه راپور په یوه برخه کې راغلي چې ۷۰ سلنه هغه کروندګر چې له دوه هکتاره څخه زیاته ځمکه کري، د کرنې په برخه کې د کموالي راپور ورکړی، په داسې حال کې چې د هغو کروندګرو په منځ کې چې له یو هکتاره څخه کمه ځمکه لري، ۶۳ سلنه د کرنې په برخه کې د کموالي خبره کوي.
 
د FAO په وینا، د څارویو آفتونه، د نباتاتو ناروغۍ او زیان رسونکي نور د بزګرانو اندیښنې دي.
 
د دغه سازمان په راپور کې راغلي چې د څارویو مړینه او د څارویو نه پلورل د مالدارانو پر وړاندې دوه لویې ننګونې دي.
 
د افغانستان د وګړو لویه برخه په کرنه او مالدارۍ بوخته ده او له دې لارې خپل ژوند تیروي.
 
په وروستیو کلونو کې وچکالۍ د بې وزلۍ او د خوړو د خوندیتوب د زیاتوالي لامل شوې ده.
 
باید وویل شي، چې د شمېرو له مخې په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې تر ۲۳ میلیونو ډېر خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.
https://avapress.com/vdcgyw9xqak9774.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته