دخپریدو نیټه :شنبه ۳۰ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۲۸
د مطلب کود : 284550
مجاهد: د تورخم د بېرته خلاصولو لپاره خبرې روانې دي
د اسلامي امارت ویاند اعلان کړی، چې د تورخم دروازې د بېرته پرانیستلو لپاره له پاکستاني چارواکو سره خبرې روانې دي.
افغان غږ خبری آژانس: ذبیح الله مجاهد نن سه شنبه د جدی ۳۰مه د ترکیې له اناتولیا خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي، چې د تورخم دروازې د بیا پرانستلو په اړه به د اسلام اباد او کابل ترمنځ د خبرو جزیات ډېر ژر خپاره شي.
 
پاکستان له تېرې یوې اوونۍ راهیسې د ویزې د ستونزو له امله بار وړونکو موټرو ته د تورخم له لارې د تېرېدو اجازه نه ده ورکړې.
 
تر دې مخکې د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ پاکستاني رسنیو خبر ورکړی و، چې د تورخم دروازې د بیا پرانستلو لپاره د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ خبرې بې پایلې پاتې شوې او د اسلامي امارت حکومت اسلام اباد ته د تورخم د دوو مهمو لارو د دایمي تړلو خبرداری ورکړی و.
 
د دې لارې تړل د سوداګرو د اعتراضونو لامل شوی دی.
 
د پاکستاني چارواکو د نوې تګلارې له مخې د تورخم له پولې تېرېدل یوازې په ویزه او پاسپورټ ممکن دي او هغه موټر چلوونکي چې ویزه یا پاسپورټ نه لري له دې لارې تېر نه شي.
 
د پاکستان د دغه اقدام په غبرګون کې اسلامي امارت پاکستاني لاریو ته اجازه نه ده ورکړې چې افغانستان ته داخل شي.
https://avapress.com/vdcjixe8yuqeoiz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته