دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۴ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۳۳
د مطلب کود : 284791
اسلامي امارت د دیني علومو ترڅنګ د عصري علومو پیاوړتیا ته هم ژمن دی
د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د افغانستان د تعلیمي او تحصیلي بنسټونو د اصلاح په ملي کنفرانس کې وویل، چې اسلامي امارت د دیني علومو ترڅنګ د عصري علومو پیاوړتیا ته ژمن دی او هڅه کوي، چې یو معیاري تعلیمي او تحصیلي بنسټ رامنځته کړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د لومړی وزیر سیاسی مرستیال مولوی عبدالکبیر نن چهارشنبه (دلوي ۴مه) د «افغانستان د تعلیمي او تحصیلي بنسټونو د اصلاح ملي کنفرانس» په څنډه کې وویل چې اسلامي امارت د اسلامي امارت د دیني علومو تر څنګ عصري علوم د پیاوړتیا لپاره هم ژمن دی.

د رئیس الوزرا سياسي مرستيال په دې خبرې سره چې موږ په هېواد کې په نړيوالو معيارونو سمبال ښوونيز نظام ته اړتيا لرو، زياته کړه چې په تېرو څلوېښتو کلونو کې د هېواد ښوونيز نظام په ټپه ولاړ دى.

نوموړي زیاته کړه، چې اسلامي امارت د اقتصاد او بهرنۍ تګلارې پر بنسټ د نړۍ له ټولو هېوادونو سره مثبت تعامل او ښو دوه اړخیزو اړیکو ته ژمن دی او دا مهال په شاوخوا ۲۰ هېوادونو کې د افغانستان سیاسي استازي فعال دي.

د رئیس الوزرا د دفتر سیاسي مرستیال دا هم په ډاګه کړه چې اسلامي امارت په پام کې لري چې د واخان سړک له چین سره د نښلولو ترڅنګ د ولایتونو ترمنځ مواصلاتي لارې هم ورغوي.

د رئیس الوزرا د دفتر د سیاسي مرستیال په وینا، افغانستان به په نږدې راتلونکي کې د غنمو په سکتور کې پر ځان بسیا شي.

په ورته وخت کې د پوهنې وزارت سرپرست حبیب الله آغا هم په دغه کنفرانس کې خبرې وکړې او ویې ویل: افغانستان د عصري او دیني علومو د ټیټ کیفیت له امله له ستونزو سره مخ دی، خو اسلامي امارت یې د اصلاح لپاره هڅې پیل کړي دي.

د پوهنې وزارت د سرپرست په وینا، د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ۹۷۲ ښوونځیو ته معیاري ودانۍ جوړې شوې دي.

د پوهنې سرپرست وزیر په هېواد کې د پوهنې پر ارزښت د ټینګار ترڅنګ وویل، له عصري زده کړو پرته د هېواد پرمختګ او دفاع ناشونې ده.

په دې کنفرانس کې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم هم خبرې وکړې او ویې ویل: د یوه نظام بنسټ د پوهنې وزارت او د هغه د لوړو زده کړو د سیستم تنظیمي جوړښت دی، نو له همدې امله د هرې ادارې مسوولین مکلف دي، چې له دې ادارې سره همکاري وکړي. 

د افغانستان د ښوونیزو او لوړو زده کړو موسسو د پیاوړتیا دوه ورځنی کنفرانس نن (چهارشنبه) د کابل د ښوونې او روزنې په پوهنتون کې پیل شو.
https://avapress.com/vdcgyt9xqak97u4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته