دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۵ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۴۰
د مطلب کود : 284826
د بهرنیو چارو وزیر د قرغزستان له حکومت څخه وغوښتل چې د دغه هېواد سوداګرو ته د ویزو په ورکولو کې اسانتیاوې رامنځته کړي
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د قرغزستان د اقتصاد او سوداګرۍ له وزیر سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا په موخه د افغان سوداګرو لپاره د دغه هېواد د ویزو د ورکړې د اسانتیا غوښتنه وکړه.
افغان غږ خبری آژانس‌ - کابل: د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخی د ایکس ټولنیزې شبکې له لارې لیکلی چې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان مطغی د اقتصاد او سوداګرۍ له وزیر امان ګلدیف دانشیار سره په لیدنه کې د قرغزستان حکومت د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا په موخه د افغان سوداګرو لپاره د دغه هېواد د ویزو د ورکړې د اسانتیا غوښتنه وکړه.
 
د بهرنیو چارو وزارت ویاند همداراز زیاته کړه، چې په دې کتنه کې دواړو لورو د دوه اړخیزو سوداګریزو او ترانزیتي اړیکو په اړه خبرې وکړې او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر غواړي، چې د قرغزستان له لارې افغان سوداګرو ته له چین څخه د مالونو په واردولو کې اسانتیاوې رامنځته کړي، څو دغه لاره یوه بریالۍ لاره ده.
 
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست هم په دې غونډه کې وویل چې اسلامي امارت په خپل ټول توان سره لویې اقتصادي پروژې پیل کړي او غواړي چې د لویو سیمه ییزو پروژو لکه «کاسا ۱۰۰۰» عملي کار پیل کړي.
 
په ورته وخت کې د قرغزستان د اقتصاد او سوداګرۍ وزیر امان ګلدیف دانیار هم په دې کتنه کې وویل چې د سوداګرۍ، ترانسپورت، ټرانزیټ، انرژۍ، کرنې او لوړو زده کړو په برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډ کار لپاره ښه فرصتونه شته. 
 
نوموړي زیاته کړه، چې کابل ته به د خپل سفر په ترڅ کې له یو شمېر قرغزستاني سوداګرو سره هم وګوري او د اسلامي امارت له چارواکو او د افغانستان د خصوصي سکتور له مسوولینو سره به د سوداګرۍ په اړه خبرې وکړي.
 
د یادولو وړ ده چې د اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی چې د قرغزستان د اقتصاد او سوداګرۍ وزیر او ورسره ملګري پلاوي کابل ته د دغه وزارت په بلنه سفر کړی دی.
 
دغه وزارت ویلي چې د دغه سفر موخه د سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو او نورو اړوندو چارو پياوړې کول او پراخول دي.
https://avapress.com/vdcf0jd0vw6dcca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته