دخپریدو نیټه :شنبه ۷ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۲۳
د مطلب کود : 284890
د افغانستان مرکزي بانک ۱۶ میلیونه ډالره پلوري
د افغانستان مرکزي بانک اعلان کړی، چې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت د ساتلو او ثبات په موخه به سبا یکشنبه ۱۶ میلیونه ډالر د لیلام له لارې وپلوري.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان مرکزي بانک اعلان کړی چې د افغانیو د ارزښت د ساتلو او ثبات په موخه به سبا یکشنبه (د دلوې ۸ مه) ۱۶ میلیونه ډالره لیلام کړي.
 
دغه بانک له وړ بانکونو او د تبادلې او پیسو د خدمتونو له شرکتونو غوښتي چې په دې داوطلبۍ کې برخه واخلي.
 
د افغانستان مرکزي بانک ویلي چې د لیلام ګټونکي مکلف دي چې د لیلام د ورځې تر پایه خپل حسابونه تصفیه کړي.
 
دې بانک لیکلي: "د اسعارو د لیلام داوطلبۍ کې د راکړې ورکړې جزوي تصفیه اجازه نلري. د داوطلبۍ ګټونکي مکلف دي چې د یوې ټاکلې مودې په اوږدو کې یو ځل د افغانستان بانک ته د نغدو پیسو تحویل کړي.
 
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د افغانستان مرکزي بانک د افغانۍ د ارزښت د ساتلو او ثبات په موخه په ميليونونو ډالر د ليلام له لارې پلورلي دي.
https://avapress.com/vdcgyt9xzak9774.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته