دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۰ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۳۵
د مطلب کود : 285038
د هرات والي د استاد رهیاب له کورنۍ سره خپله خواخوږي څرګنده کړه
د هرات والي او يو شمېر سيمه ييزو مسوولينو او د هرات ولايت علمي او فرهنګي شخصيتونو د پوهنتون د استاد او د هېواد د وتلي علمي او فرهنګي شخصيت مرحوم محمد ناصر رهياب په کور کې وکتل او د هغه له کورنۍ سره يې خپله خواخوږي څرګنده کړه.
افغان غږ خبری آژانس: د هرات والي نورمحمد اسلام جار د استاد رهیاب په کور کې د لیدنې پر مهال د هغه د ژوند په اوږدو کې د هغه د خدمتونو او علمي لاسته راوړنو ستاینه وکړه او مړینه یې یوه ستره ضایعه وبلله.

د هرات والي دغه راز استاد رهياب يو هېوادپال شخصيت وباله او ويې ويل چې مرحوم رهياب خپل ګټور ژوند د هېواد د بچيانو په روزنه کې تېر کړ.

تېره ورځ (شنبه، د دلوې ۸ مه) د هېواد له نامتو علمي، فرهنګي او لیکوال شخصیت پوهاند محمد ناصر رهیاب په علمي او فرهنګي برخو کې له کلونو خدمت وروسته په هرات ولایت کې وفات شو.

د هرات ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د استاد رهياب له مړينې وروسته د هغه مړينه يوه ضايعه بللې ده.

د حکومت د اطلاعاتو او رسنيو د مرکز مشر مولانا نعيم الحق حقاني پر مړينه خواشيني څرګنده کړه او ويې ويل، چې نوموړى د لرغوني هرات يو له فرهنګپالو استادانو څخه و.

په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر او ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي هم د افغانستان د دوو مخکښو شخصیتونو په مړینه خواشیني څرګنده کړه.

کاظمي قمي زیاته کړه: په تیرو څو ورځو کې د افغانستان د دین او علم د دوو مشرانو (قاري برکت الله سلیم او پوهاند محمد ناصر رهیاب) د مړینې خبر اوریدل زما لپاره د خواشینۍ سبب شو. 
https://avapress.com/vdcbfsb5wrhbwgp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته