دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۱ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۲۴
د مطلب کود : 285139
په قزاقستان او ازبکستان کې د مېشتو سوداګرو چمتووالی چې افغانستان ته راستانه شي
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت وايي چې په قزاقستان او ازبکستان کې د مېشتو افغان سوداګرو استازو په کابل کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت له سرپرست سره د دغه وزارت له مشرتابه سره د ۳۳ شرکتونو نوملړ شریک کړی او ویلي یې دي چې د یادو شرکتونو مسوولین غواړي خپله سرمایه بیرته افغانستان ته انتقال کړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن (چهارشنبه د دلوي ۱۱ مه) په اکس ټولنیزه شبکه کې لیکلی چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزی، له انجینر عزیزالله روزی او یو شمېر نورو سوداګرو سره وکتل. 

دغه وزارت زیاته کړه، چې په قزاقستان او ازبکستان کې مېشتو افغان سوداګرو په کابل کې د صنعت او سوداګرۍ له سرپرست وزیر سره د کتنې پر مهال د دغه وزارت له رهبرۍ سره د ۳۳ شرکتونو نوملړ شریک کړی او ویلي یې دي، چې د یادو شرکتونو مسوولین یې د بېرته ستنېدو او انتقال غوښتونکي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست هم په دې کتنه کې وویل چې د افغانستان اسلامي امارت هېواد ته د هېوادوالو د راستنېدو هرکلی کوي او د صنعت او سوداګرۍ وزارت په ځانګړي ډول د خصوصي سکتور په خدمت کې دی او ملاتړ یې کوي.

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست زیاته کړه: افغانستان د ټولو قومونو ملکیت دی او که په ګډه حرکت ونه کړو، کار به ونه شي او موږ ټول باید د هېواد د ابادۍ او پرمختګ لپاره په ګډه کار وکړو.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سرپرست هم ټینګار کړی، چې افغانستان د کانونو په لرلو؛ دا یو سرمایه دار هیواد دی او یوازې مدیریت ته اړتیا لري چې سوداګر یې په استخراج کې برخه واخلي.
https://avapress.com/vdcdsk0xnyt0jf6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته