دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۲ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۴۶
د مطلب کود : 285209
د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو لوبډلې ته د امریکا ماتې
د افغانستان د کرکټ نولس کلنې لوبډلې د کرکټ د نړیوال جام په سیالیو کې د امریکا د کرکټ ملي لوبډلې ته په دریو ویکټو ماتې ورکړه.
افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکیټ ملي لوبډله د امریکا د ۱۹ کلنو کرکیټ ملي لوبډلې سره د ۲۰۲۴ کال د کرکیټ د نړیوال جام د ۱۶ مقام د ګټلو په موخه په سویلي افریقا کې مخامخ شوه.

د کرکټ د ۱۹ کلنو لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه او د ۱۴۸ منډو په جوړولو سره یې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل.

په دې یو ورځنۍ لوبه کې د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو لوبډلې ټاکل شوی هدف د اوو لوبغاړو په سوځیدو ترلاسه او لوبه یې وګټله.

په یوه بل خبر کې ویل شوي، چې ټاکل شوې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د سیالیو لړۍ سبا (جمعه د ډسمبر ۱۳مه) د سریلانکا پر وړاندې پیل شي.

د سریلانکا کرکټ بورډ پرون د دغه هیواد د لوبډلې لپاره ۱۶ کسیزه لوبډله اعلان کړه.

د افغانستان کرکټ بورډ له دې مخکې د سریلانکا پر وړاندې د لوبېدو لپاره د لوبډلې غړي اعلان کړي وو. د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله پرون د سریلانکا پلازمېنې کولمبو ته ورسېده.

په دې لوبه کې د افغان کرکټ لوبغاړي حشمت الله شاهدي مشري کوي.

د افغانستان او سریلانکا لوبډلې د دغو سیالیو په لړ کې درې یو ورځنۍ او درې ۲۰ اوریزې لوبې ترسره کوي.
https://avapress.com/vdcbgsb59rhbw5p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته