دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۲ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۰۵
د مطلب کود : 285661
د دايکنډي د هوايي ډګر د نوم له کريم خليلي څخه دایکندي نيلي ته بدلول
د دایکنډي د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست سرپرست وايي، د دایکندي ولایت هوايي ډګر چې د کریم خلیلي په نوم نومول شوی و، د دایکندي نیلي هوايي ډګر په نوم ونومول شو.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د دایکندي ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست سرپرست دین محمد بهزاد وايي، د دایکندي ولایت هوايي ډګر چې د کریم خلیلي په نوم یاد شوی و، د دایکندي نیلي هوايي ډګر په نوم ونومول شو.
 
د دايکنډي ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ د رئيس د څرګندونو له مخې: د اسلامي امارت د کابينې د پرېکړې په اساس د دایکندي ولایت د هوایي میدان نوم ونومول شو.
 
دغه هوايي ډګر پخوا د جمهوري ریاست له خوا د «کریم خلیلي هوايي ډګر» په نوم ونومول شو.
https://avapress.com/vdcd9k0xfyt0j96.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته