دخپریدو نیټه :سه شنبه ۸ حوت ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۵۱
د مطلب کود : 286550
په سیمه ییزو او نړیوالو غونډو کې هر ډول پرېکړې چې د افغانستان د ګټو خلاف وي، نه عملي کېږي
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته په غبرګون کې ویلي، چې په سیمه ییزو او نړیوالو غونډو کې هر ډول پریکړه چې د افغان دولت او ملت د ګټو خلاف وي، هیڅکله به عملي نه شي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې په سیمه ییزو او نړیوالو غونډو کې هر ډول پریکړه چې د افغان دولت او ملت د ګټو خلاف وي، هیڅکله به د منلو وړ نه وي.
 
بل خوا په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین هم ویلي، چې اسلامي امارت له نړیوالې ټولنې سره ښې اړیکې غواړي.
 
د ملي ټلویزیون په وینا ښاغلي مجاهد همداراز زیاته کړې، که په دغو غونډو کې د افغانستان او د دغه هېواد د خلکو د ملاتړ له امله په ځانګړي ډول د ډیپلوماټیکو اړیکو د پرمختګ په لور یو ګام وي.
 
د یادونې وړ ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا به د دوشنبې په ورځ په یوه غونډه کې د افغانستان وضعیت وڅېړي چې د تړلو دروازو تر شا به جوړه شي او د اجنډا په اړه یې جزیات نه دي خپاره شوي.
https://avapress.com/vdcbs0b5grhbwsp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته