دخپریدو نیټه :سه شنبه ۸ حوت ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۲۸
د مطلب کود : 286592
په تېره یوه میاشت کې څه باندې ۱۶۸ زره جریبه دولتي ځمکه د غاصبینو له منګولو خلاصه شوې ده
د ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون د هېواد په شپږو ولایتونو کې د ۱۶۸۲۶۰ جریبه دولتي ځمکې د بېرته نیولو خبر ورکړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د دغه کمیسیون د معلوماتو له مخې، د دغو غصب شویو ځمکو ډېره برخه په ننګرهار، سرپل او کندهار ولایتونو کې ده.

بايد يادونه وشي چې دجمهوريت پر مهال زياتره دولتي ځمکې د زورواکو له خوا غصب شوې وې او جمهوري دولت له زورواکو سره د معاملو توان نه درلود.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت له تاسیس وروسته د دولتي ځمکو د بېرته راګرځولو لپاره یو کمیسیون جوړ شو.
https://avapress.com/vdchw-nii23n6md.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته