دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۰ حوت ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۳۲
د مطلب کود : 286678
ذبیح الله مجاهد: د افغان ښځو حقونه له امریکا سره هېڅ تړاو نه لري او دغه هېواد باید د غزې په وژنه کې خپل رول درک کړي
د افغانستان د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر وروستیو څرګندونو ته غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې دغه هېواد باید د غزې د خلکو د قتل عام کی خپل مسولیت درک کړی، په افغانستان کې د ښځو حقوق، امریکا سره هیڅ تړاو نه لري.
افغان غږ خبری آژانس: د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر انتوني بلینکن وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې امریکا باید د غزې د خلکو د قتل عام په اړه خپل مسوولیت درک کړي او دا چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو مسله له واشنګټن سره هیڅ تړاو نه لري.
 
ښاغلي مجاهد زیاته کړه چې دغه هیواد په غزه کښې د اسرائیلو د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو په ملاتړ سره نړۍ ته خپله اصلي څیره څرګنده کړه.
 
باید وویل شي چې انتوني بلینکن په خپله وروستۍ وینا کې ویلي چې موږ له افغان میرمنو سره مرسته کوو چې عاید ترلاسه کړي او زده کړه وکړي.
https://avapress.com/vdccmeqi42bq4e8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته