افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت ویاند امام الدین احمدي رسنیو ته ویلي چې د موټرونو د شمیرې د معلومولو په موخه په سیستم کې د وسایطو د معلوماتو ثبت له دغه وزارت سره مرسته کړې چې پوه شي چې څومره موټران په هیواد کې شته.
هغه زیاته کړه، د موټرو د ثبت لړۍ په جدي توګه دوام لري او هره ورځ شاوخوا ۳۰۰ موټر د دغه وزارت په ټرانسپورټ سیسټم کې ثبتېږي.
د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت هم وايي، چې د موټرونو د ثبت لپاره د نوي سیستم په رامنځته کولو سره د ترانسپورتي اسنادو د وېش او د احصایې راټولولو بهیر اسانه شوی دی.