افغان غږ خبری آژانس - کابل: اوچا نن سه شنبه (د حوت ۲۲ مه) وویل چې سویس د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره ۱.۵ میلیونه فرانک چې ۱.۷ میلیونه ډالره معادل دي، مرسته وکړه.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر له سویس څخه د دې مرستې مننه کړې ده.
دغه دفتر وايي، سویس له ۲۰۱۶ کال راهیسې افغانستان ته څه باندې ۱۹،۷ میلیونه ډالره ورکړي دي.
د اوچا په وینا، سږ کال په افغانستان کې تر ۲۳ میلیونو ډېر خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.
دغه بنسټ د دغو خلکو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره د درې میلیارده ډالرو بودجې غوښتنه کړې ده.