افغان غږ خبری آژانس: د اسلامی انقلاب د سپاه پاسداران د ځمکنیو ځواکونو قومندان سردار پاکپور په دې اړه وویل: په راسک کې جګړه تقریبا پای ته رسیدلې ده.
نوموړي د دې په څرګندولو سره چې تر اوسه ۱۶ ترهګر وژل شوي او په چابهار کې اوس وضعیت عادي دی او خلک خپلو ورځنیو چارو ته ادامه ورکوی.
فارس خبري اژانس هم د چابهار او راسک د تروریستي بریدونو د شهیدانو شمیر ۱۱ تنو ته لوړ کړی دی. یوې باخبره سرچینې له فارس سره په مرکه کښې وویل: له ترهګرو ډلو سره د تیرې شپې په نښتو کښې د فرعې دوه منسوبین، د سرحدی ګارډ دوه منسوبین او دوه د سپاه پاسداران او بسیج ځواکونه شهیدان شول.
د ایران د کورنیو چارو وزارت د امنیتي مرستیال سردار میر احمدي هم نن سهار له ایران راډیو سره په مرکه کښې وویل: د راسک او چابهار حالات تر کنټرول لاندې دي او له راسک او چابهار پرته د جګړې بل هیڅ ځای شتون نه لري.
ميراحمدي زياته کړه چې په چابهار کې درې تنه تروريستان چې غوښتل يې درياباني ته ننوځي ووژل شول او په درياباني سيمه کې عمليات نږدې پاى ته رسيدلي دي. په راسک کې ترهګر په بشپړه توګه مات شول.