افغان غږ خبری آژانس: ټریبیون ایکسپریس رسنیو د کراچۍ د پولیسو د ویاند له قوله ویلي، چې پرون (جمعه، ۳۱حمل) د پاکستان د سند ایالت په مرکز کراچۍ کې د جاپاني اتباعو پر یوه موټر برید وشو.
د دغه رپوټ له مخې دغه بريد د امنيتي ځواکونو په چټک اقدام سره شنډ شو او يو ځانمرګى بريدګر او يو وسله وال ووژل شول.
د دغه رپوټ له مخې جاپانيانو ته کوم زيان نه دى اوښتى او هغوى د پوليسو تر څارنې لاندې خوندي ځاى ته وړل شوي دي.
تر اوسه کومې ډلې په کراچۍ کې د ننني ځانمرګي برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې. په تېرو وختونو کې په کراچۍ کې د دغه هېواد د کونسلګرۍ په ګډون د هېواد وګړي د وسله والو عملیاتو او ځانمرګو بریدونو هدف ګرځېدلي دي.
بلوڅ لیبریشن ارمي او بېلتون غوښتونکې ډلې پورې تړلې یاغیان تل په پاکستان کې د چینايي اتباعو د بریدونو مسؤلیت په غاړه اخلي.