افغان غږ خبری آژانس - کابل: د رئیس الوزرا اداري مرستیال مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د رئیس الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د فاریاب ولایت د علماوو له یو شمېر غړو سره وکتل.
په دې کتنه کې مولوي عبدالسمیع رحماني او مولوي سید عبدالرقیب د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او د یادو ولایتونو د ټولنیز، اقتصادي او امنیتي وضعیت په اړه یې معلومات ورکړل.
نوموړي زياته کړه، چې د يادو ولايتونو سيمه ييز چارواکي د امنيت په تامين او هېوادوالو ته د غوره خدمتونو په وړاندې کولو کې پوره لېوالتيا لري، د خلکو د ستونزو د هواري او د هوساینې د رامنځته کولو په برخه کې هم هڅې کوي.
دغه راز له یادو علماوو او مخورو وغوښتل چې د یادو ولایتونو په لرو پرتو سیمو په ځانګړې توګه د فاریاب ولایت په کوهستاناتو او قوش تپه ولسوالیو کې د پرمختیايي پروژو پلي کولو، د سړکونو ترمیم او د ښوونځیو او روغتیايي کلینیکونو جوړولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
له بلې خوا عبدالسلام حنفي وايي، د هر اړخیز امنیت تامین، د هېوادوالو لپاره د لازمو اسانتیاوو رامنځته کول او د کار زمینه برابرول د اسلامي امارت له دندو څخه دي او په دې برخه کې یې د دا به هیڅ هڅه ونه سپموي.