افغان غږ خبری آژانس: ترکي رسنیو د جمعې په ورځ خبر ورکړی، چې ۲۹ تنه افغان کډوال د «بلکسیر» په ښار کې او ۱۶ تنه نور د «چاناک قلعه» په ښار کې نیول شوي دي.
د دغه هېواد چارواکو د دغو پناه غوښتونکو د قاچاق په تور د څلورو قاچاقبرانو د نیولو اعلان کړی دی.
تر دې مخکې ترکي رسنیو "په ترکیه کې د استوګنې د جواز نه لرلو" له امله د سلګونو افغان کډوالو د نیولو خبر ورکړی و.
د پنجشنبې په ورځ د ترکیې ساحلي ګارد د «آیواجیک» په سواحلو کې د ۴۰ افغان کډوالو د نیولو اعلان وکړ.
د ترکیې د کورنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې په ۲۰۲۳ کال کې له دغه هېواد څخه ۶۸۶۸۷ افغان کډوال نیول شوي او یو شمېر یې شړل شوي دي.
په ورته وخت کې ترکي چارواکو اعلان کړی چې په ټوله ترکیه کې به د ناقانونه کډوالو د ننوتلو او نیولو عملیات دوام ولري.
د يادونې وړ ده چې د رسمي شمېرو له مخې په ترکيه کې څه باندې درې سوه زره افغان کډوال ژوند کوي.