افغان غږ خبری آژانس - کابل: د رئیس الوزرا د اداری مرستیال مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د رئیس الوزرا د دفتر اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د اسلامي همکاریو سازمان مشر او د افغانستان لپاره د دغه سازمان ځانګړي استازي طارق علي بخیت سره وکتل.
په دې کتنه کې عبدالسلام حنفي د اسلامي امارت د واکمنۍ پر مهال د شویو پرمختګونو په اړه معلومات ورکړل او له هغوی یې وغوښتل چې د افغانستان واقعیتونه نړۍ ته انعکاس کړي.
ښاغلي حنفي دغه راز د دغه سازمان او اسلامي امارت ترمنځ د اړیکو پر لا پراختیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې په ګمبیا کې د دغه سازمان راتلونکې غونډې ته باید د اسلامي امارت استازي رابلل شي.
د دغه وزارت اداري مرستیال زیاته کړه چې د اسلامي همکاریو سازمان راتلونکې غونډې ته د اسلامي امارت د استازو په بلنه به د دغه سازمان د چارواکو مشورې واوري او د دې تر څنګ به له واقعیتونو خبر شي.
په ورته وخت کې د دغه سازمان بورډ له افغانستان سره د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ او ویې ویل، چې له افغانستان او نورو اسلامي هېوادونو سره د مرستې په موخه له دوو نړیوالو بنسټونو سره تفاهم لیکونه لاسلیکوي.