دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱ قوس ۱۳۹۰ ساعت ۱۹:۴۵
د مطلب کود : 33010
جرمني د افغانستان لپاره د م.م. د پرېکړه لیک غوښتنه وکړه
په ملګروملتو کې د جرمني سفیر پیټر ویتیګ وویل، په دې کنفرانس کې به، چې جرمني چارواکي یې تر ټولو لویه غونډه بولي، په افغانستان کې د امنیتي چارو د انقتال پر پروسې هم غور وشي.
تاند - جرمني پرون د ملګروملتو د یوه پرېکړه لیک د تصویب غوښتنه وکړه چې پر اساس یې د افغانستان د ټولو چارو د مسوولیتونو د انتقال لپاره د نړیوالې ټولنې په مرسته د افغانستان د هڅې ملاتړ وشي.

د دې پرېکړه لیک له مخې د افغانستان د خپلواکۍ او ملي حاکمیت په شمول د افغانستاند ټولو چارو بشپړ مسوولیونه د ملګروملتو د منشور له شپږم فصل سره سم د افغانستان حکومت ته سپارل کېږي.

د دودیزې لویې جرګې په غوښتنو کې هم د دې مسلې یادونه شوې وه.



جرمني به، چې په افغانستان کې د ناټو تر مشرۍ لاندې د ایساف په چوکاټ کې شاوخوا پنځه زره پوځیان لري، د راتلونکې دسمبر په پنځمه نېټه په بون ښار کې د افغانستان د یوه نړیوال کنفرانس کوربه وي.

په ملګروملتو کې د جرمني سفیر پیټر ویتیګ وویل، په دې کنفرانس کې به، چې جرمني چارواکي یې تر ټولو لویه غونډه بولي، په افغانستان کې د امنیتي چارو د انقتال پر پروسې هم غور وشي.

ښاغلي ویتیګ وویل چې د بون په کنفرانس کې د ګډون لپاره به د ملګروملتو د پلاوي مشري سرمنشي بانکي مون وکړي.



ویتیګ د ملګروملتو عمومي اسمبلۍ ته وویل:« د طالبانو د واکمنۍ له پای ته رسېدو راوروسته په تېرو لسو کلونو کې د لومړي ځل لپاره اوس یو څرګند مهالوېش او د امنیتي مسوولیتونود انتقال لپاره څرګنده مرحله واره نړیواله ستراتیژي شته.»



ویټیګ وویل د ملګروملتو پرېکړه لیک به په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې عملیاتي ظرفیت زیات کاندي.

اروپايي اتحادیې په دې برخه کې د ملګروملتو له لوري د پرېکړه لیک د تصویبېدو ملاتړ کړی دی.



د ولسمشر کرزي په مشرۍ د افغانستان حکومت د امنیتي چارو د مسوولیتونو منلو ته ځان تیار کړی.



د افغانستان حکومت د مسوولیتونو د انتقال په لومړۍ مرحله کې د درو ولایتونو لکه پنجشېر، بامیان او کابل او څلورو ښارونو لکه لشکرګاه، مزارشریف، مهترلام او هرات د امنیتي چارو مسوولیت په غاړه اخیستی.



ټاکل شوې وه چې ولسمشر کرزی د استانبول په درې اړخیزه غونډه کې د اوولس نورو سیمو نومونه اعلان کړي خو وروسته وویل شول چې د دغو اوولس سیمو، چې په بل پړاو کې یې امنیتي مسوولیتونه افغانانو ته سپارل کېږي، په دودیزه لویه جرګه کې اعلان شي خو تراوسه پوري په ناڅرګندو علتونو د دوهمې مرحلې اعلان ځنډېدلی دی.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdce778x.jh8xzi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته