دخپریدو نیټه :يکشنبه ۶ قوس ۱۳۹۰ ساعت ۱۹:۵۲
د مطلب کود : 33175
کابل نن د افغانستان، پاکستان او ایران د غونډې کوربه وو
په دې دوه ورځنۍ غونډه کې د ملګروملتونو د جرمونو اومخدروموادو د مبارزې اداره هم برخه لري او پر دې خبرې کیږی چې له قاچاق کوونکو سره باید څنګه مبارزه وشي.
د افغانستان، پاکستان او ایران په ګډون د مخدرو موادو پر ضد د مبارزې درې اړخیزه غونډه نن په کابل کې جوړه شوه.

له نشه یي توکیو سره د مبارزې وزارت مطبوعاتي مسوول انجنیر ذبیح الله دایم ازادۍ راډیوته وویل، چې په دې دوه ورځنۍ غونډه کې د ملګروملتونو د جرمونو اومخدروموادو د مبارزې اداره هم برخه لري او پر دې خبرې کیږی چې له قاچاق کوونکو سره باید څنګه مبارزه وشي.

انجنیردایم څرګنده کړه، چې د نشه توکیوپرضد د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره تر ډیره امریکا او بریتانیې مرسته کړې خو دی وایي، چې د نشه توکیو د قاچاق کوونکو پر وړاندې سیمه ایزې نه بلکې نړېوالې مبارزې ته اړتیا شته.
 
سرچینه: ازادی رادیو
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgnq9w.ak9wu4g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته