دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۶ قوس ۱۳۹۰ ساعت ۱۴:۴۹
د مطلب کود : 33556
افغانستان څلور نور کانونه مزایدې ته وړاندې کړل
د افغانستان حکومت هیله مند دی، چې د کانونونو د اسخراج، ګمرګونو او مالیو له لارې کورني عواید زیات کړي، څو په بهرنیو مرستو خپله اتکا راکمه کړي.
افغانستان څلور نور کانونه، چې ارزښت یې میلیارډونو ډالراټکل شوی، مزایدې ته وړاندې کړل.

د مسو او سروزرو دغه کانونه په بدخشان، هرات، غزنې او بلخ او سرپل ولایتونو کې پراته دي، چې ساحه یې شاوخوا دوه زره دوه سوه کیلومتر مربعه اټکل شوې ده.

افغانستان د نا امنیو سره سره هڅه کوي، چې د عوایدو د زیاتوالي لپاره خپل ترځمکې لاندې کانونه استخراج کړي.

د اسوشیېټډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې افغانستان چې په وچه کې راایثار دی او بحر ته لارنه لري، بهر ته یې صادرات تقریباً په صفر ضرب دي او یواځینۍ منابع چې دا هیواد ډېر پرې حساب کوي، هغه ترځمکې لاندې طبعي منرالونه دي.

خو د دغو طبعي زیرمو د استخراج لپاره افغانستان بهرني پانګونې، یوې ښی ټرانسپورټي شبکې او ښه امنیت ته اړتیا لري.

جیولوجیستان له لسیزو راپدیخوا په دې پوهه وو، چې افغانستان د اوسپنې، مسو، کوبالت، سروزرو او نورو طبعي منرالونو، چې په ځمکه کې کمیاب دي او موبایل ټیلیفونونو، د موټرو په بټریو، پوځي صنعت او بادي توربینونو کې ترې کار اخیستل کیږي، پریمانه زیرمې لري.

د افغانستان د کانونو ارزښت ۳ تریلیونه دی:

د امریکا د فاع وزارت د افغانستان د کانونو ارزښت شاوخوا یو تریلیون یا زرمیلیارډ ډالره اټکل کړی، خو د دې هېواد د کانونو وزیر وایي، چې د جیولوژي نورو څیړنو او صنعتي راپورونو د افغانستان د ترځمکې لاندې کانونو ارزښت درې تریلیون ډالره او له هغه زیات تعین کړی دی.

د افغانستان د کانونو وزیر وحیداله شهراني، چې په لندن کې یې د کانونو په یوه کنفرانس کې ګډون کړی دی؛ اژانس ته وویل، چې دی نړیوالو پانګوالو ته بلنه ورکوي، چې د دغو کانونو داوطلبي ته راوړاندې شي.

هغه په بدخشان، هرات، غزني، بلخ او سرپل ولایتونو کې د مسو او سروزرو کانونو ارښت میلیارډونه ډالر وښود، خو په دې اړه یې مشخص رقم ورنه کړ.



په ۲۰۰۷ کال کې د درې میلیارډ ډالرو په ارزښت د لوګر د عینکو د مسو د کان د استخراج قرارداد چینایۍ کمپنۍ ترلاسه کړ. ویل کیږي، د عینکو د مسو کان یو د نړۍ له نهو سترو کانونو څخه دی.

ښاغلي شهراني زیاته کړه، چې افغانستان په پام کې لري، تر۲۰۱۴ کال پورې چې بهرني ځواکونه له دې هېواده وځي، په کال کې ترپنځو پورې کانونه داوطلبي ته وړاندې کړي.

د افغانستان د کانونو وزیر د افغانستان د کانونو د استخراج لپاره د بهرنیو پانګوالو د راجلبولو لپاره په وروستیو کې بهرنیو هیوادونو ته د سفرونو لړۍ تیزه کړې ده.

شهراني وویل، دی هیله من دی، چې بهرني پانګوال د کانونو په صنعت کې پانګونه وکړي او زیاته یې کړه، که څه هم په هېواد کې شخړې دوام لري، خو د کانونو د امنیت لپاره جوړو شویو ځانګړو قطعاتو ښه نتیجه ورکړې او د کانونو امنیت یې ټینګ کړی دی.

پنځو روز افغانانو ته د کار زمینه:

د کانونو وزارت ویلي، چې دغه کان به ترراتلونکو پنځو کلونو پورې له څلورزرو نه ترپنځو زرو افغانانوته کارونه پیدا کړی او هم به په کال کې د دولت خزانې ته سونو میلیون ډالرو ورکړي.

تیره میاشت د بامیانو د اوسپنې د کان د استخراج قرارداد هندي او کاناډایي کمپنیو ترلاسه کړ.

د دغه کان د اوسپنې زیرمې ۱،۸ ملیارډ مترمکعبه اټکل شوی دی او افغان چارواکي هیله مند دي، چې په استخراج سره به یې زرګونو کسانو ته کاری فرصتونه پیدا شي او هم به کورني عواید ورسره زیات شي.

د افغانستان حکومت هیله مند دی، چې د کانونونو د اسخراج، ګمرګونو او مالیو له لارې کورني عواید زیات کړي، څو په بهرنیو مرستو خپله اتکا راکمه کړي.

د افغانستان د مالیې وزارت ویلی چې په راتلونکو څلورو کلونو کې به د کورنیو ناخالصو عوایدو اندازه له یوولس فیصدو نه ترپنځلس فیصدو پورې لوړه شي او تر۲۰۲۵ کال پورې په کورنیو ناخالصو عوایدو کې په سلو کې ۲۵ زیاتوالی راشي.

خو د کورنیوعوایدو د زیاتوالی له هڅو هڅو سره به افغانستان چې په پام کې ده، له دې هیواده د بهرنیو محارب ځواکونو له وتلو سره بهرنۍ مرستې هم کمې شي، له اقتصادي ستونزو سره به هم مخ وي.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د دوشنبې په ورځ د بن په کنفرانس کې په نړیوالې ټولنې غږ وکړ، چې هېواد به یې له ۲۰۱۴ کال وروسته لږترلږه د یوې بلې لسیزې لپاره بهرنیو مرستو ته اړ وي.

افغانستان ویلي، چې تر ۲۰۱۵ کاله او له هغه وروسته به دا هېواد شاوخوا لس میلیارډ ډالره بهرنۍ مرستو ته اړتیا ولري. دا به تقریباً د هیواد د ټولو کورنیو ناخالصو عوایدو څه کم نیمایي برخه وي.

دا هیواد ځکه دغومره زیاتې بهرنۍ مرستې ته اړ دی، چې نه شي کولای د خپلو امنیتي ځواکونو لګښتونه تامین کړي.

سرچینه: ازادی رادیو
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjmiet.uqetiz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته