د ناټو یو لوړ رتبه قومندان وایي، چې له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته به چې بهرني ځواکونه له افغانستانه وځي، شاوخوا ۱۵۰۰۰ سرتیرې په دې هیواد کې پاتې شي.
د دغه چارواکي په وینا، دا عسکر به په لوژستیکي او روزنیزو چارو کې له افغان امنیتي ځواکونو سره مرسته و کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې پرون د برتانیې د کابینې غړو او پوځي مشرانو هم د افغانستان د جګړې او له دې هیواده د برتانوي عسکرو د وتلو په هکله خبري و کړې.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)