په کونړ کې روغتیایي چارواکي وایي، چې نن د دغه ولایت په مرکز اسد اباد په ښار د هاوان د مرمیو په یوه حمله کې یو کس مړ او لس نور ټپیان شوي دي.
د عامې روغتیا رئیس ډاکټر سداله فیضي وایي، چې دا حمله لس دقیقې مخکې شوې او په ټپیانو کې دوه ملکي وګړي او پاتې نور ټول د ملي اردو سرتیري دي.
دده په وینا حمله په داسې وخت کې شوې، چې د ملي اردو سرتیري د ماسپښین په لمانځه ولاړ وو.
وسله والو مخالفینو تر اوسه پورې په دې پیښه کومه تبصره نه ده کړې.
سرچینه: ازادی رادیو
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)