دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۴ حوت ۱۳۹۰ ساعت ۱۹:۱۳
د مطلب کود : 36602
عامې روغتیا وزارت د روږدو د درملنې یو ۲۰۰ بستریزه مرکز په کابل ښار کې پرانیست
د عامې روغتیا وزیرې ډاکټرې ثریا دلیل، د نشه یی توکو پروړاندې د مبارزی زویر ضرار احمد مقبل سره یو ځای نن په کابل ښار کې په نشه یي توکو د روږدو د درملنې یو دوه سوه بستریزه مرکز پرانیست.
 

په همدې وخت کې عامې ورغتیا وزارت په کابل ښار کې د واټونو او وجاړو ځایونو څخه په نشه یی توکو د روږدو کسانو د راټولولو پروګرام د هغوی د درملنې په موخه هم پیل کړ.

عامې روغتیا وزارت د روږدو د درملنې دغه مرکز په داسې حال کې پرانیست چې شاوخوا ۳۰۰۰ بی کوره روږدی کسان په کابل ښار کې شتون لري چې له هغوی څخه نږدې ۸۱۰ تنه یې په واټونو او وجاړو ځایونو کې ژوند ترسره کوي.

د عامې روغتیا وزیرې ډاکټرې ثریا دلیل په پرانیست غونډه کې د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل چې د دغه مرکز پرانیستل یې په هیواد کې په نشه یي توکو د روږدو په درملنه کې يو مهم ګام وبلل کیږي.

ډاکټرې دلیل زیاته کړه چې روږدې توب یو وژونکي ناروغۍ ده، ځوان نسل چې د ټولنې د فقراتو یوه پیاوړې ستن ببل کیږي، کمزوری کوي او پدې ډول یوه سوکاله او ډاډمنه ټولنه د بدمرغۍ کندې ته ورکاږي.

دعامې روغتیا وزیرې د خپلو خپرو په دوام کې وویل: په داسې حال کې چې ۶۰ نه تر ۶۵ په نشه يی توکو د روږدو د درملنې مرکزونه په هیواد کې شتون لري چې د دولتي او غیر دولتي موسساتو لخوا د روغتیایی خدمتونو په وړاندې کولو بوخت دي، خو سره له دې هم د ۲۰۰۹ کال د سروې له مخې په افغانستان کې څه د پاسه یو میلیون وکړي
نشه یي توکي کاروي.

ډاکټرې دلیل زیاته کړه چې په کابل ښار کې سره له دې چې ښکلې او لرغونۍ فرهنګ لري، له بده مرغه شاوخوا ۳۰۰۰ بې کوره روږدي کسان چې نږدې ۸۱۰ تنه یې د کورنۍ خاوندان هم دي، د کابل ښار په واټونو او وجاړه ځایونو کې شپې او ورځې تیروي.

همداراز په دې غونډه کې د نشه یي توکو سره د مبارزې وزیر ضرار احمد مقبل، د نشه توکو د کارولو، قاچاق او کښت په مخني او له منځه وړلو په برخه کې د جدې مبارزې پر اهمیت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې په نشه یې توکو د روږدو کسانو ژوند نه یواځې هغوې د هلاکت کندې ته ورکاږي، بلکه د کابل ښار ډاډمنه فضا د روغتیايي، ټولنیز او اقتصادي ستونزو لور ته بیايي.

ښاغلی مقبل وویل چې د نشه توکو سره د مبارزې وزارت او د عامې روغتیا وزارت د موضوع د حساسیت په درکولو سره ددې په لړ کې شوو چې د دې وژونکي ناروغۍ د پرمختک مخه د کابل ښاریانو په منځ کې ونیسي او دهغو کسانو درملنه وکړي چې د روږدې توب پر ناروغۍ اخته دي، نو ځکه وروسته له ډیرو خبرو اترو او هلو ځلو پریکړه وکړه چې د نشه یي توکو سره د مبارزی وزارت په مالي مرسته او دعامې روغتیا وزارت د تخنیکي او روغتیايي په همکارۍ د نشه یي توکو د روږدو کسانو د درملنې لپاره یو مرکز د کابل په ښار کې جوړ کړي چې دادی اوس تاسې د دې مرکز د پرانیستلو شاهد یاست.

د نشه یِِي توکو د روږدو د درمنلې دغه مرکز د نشه توکو سره د مبارزې په مالي ملاتړ، څه د پاسه ۲۸۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د روان کال په بهیر کې جوړ شو. د مناسب ځای د نشتون له امله، عامې روغتیا وزارت پریکړه وکړه ترڅو د جنګلک
د تصدی څلورم پوړ چې د یوې وجاړې او متروکه حالت یې درلود، بیا له سره په اساسي ډول ورغوي او یاد مرکز پکې جوړ کړي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcewp8x.jh8p7i6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته