دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳۰ حمل ۱۳۹۱ ساعت ۱۹:۲۰
د مطلب کود : 40218
۲۵ بهرني شرکتونه د مسو او سرو زرو باندې د پانګونې لپاره په شرایطو برابر دي
پنځه ویشت بهرني شرکتونه په دې هېواد کې د مسو او سرو زرو په څلورو کانونو باندې د پانګونې لپاره په شرایطو برابر ګڼل شوي دي.
د افغانستان د کانونو وزارت وايي، پنځه ویشت بهرني شرکتونه په دې هېواد کې د مسو او سرو زرو په څلورو کانونو باندې د پانګونې لپاره په شرایطو برابر ګڼل شوي دي.

د کانونو وزارت په یوې مطبوعاتي اعلامیې کې ویلي، چې په دغو کانونو د پانګونې لپاره ۴۱ کمپنیو چمتوالی ښودلی و، چې د وزیرانو د موظفې کمیټې له خوا یې پنځه ویشت له شرایطو سره سم وبلل شوې.

د اعلامیې له مخې دغه کانونه د غزني د زرکشان د سرو زرو او مسو، د بدخشان د سروزرو، د هرات د شیدای د مسو او د بلخاب د مسو کانونه دي.

د کانونو وزارت وايي چې دغه کانونه د تیر لمریز کال په لیندۍ میاشت کې په لندن کې په یوه کنفرانس کې داوطلبۍ ته وړاندې شوي و.

د یو بل خبر له مخې:

د کانونو وزارت وايي، چې د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ترکمنستان د ګازو د نل لیکې د تیریدو حق العبور یا د ترانزیت فیس وټاکل شو.

د کانونو وزارت په خپلې یوې مطبوعاتي اعلامیې کې ویلي چې په دې اړه د افغانستان، پاکستان او هند جګپوړي چارواکي په اسلام اباد کې موافقې ته رسیدلي دي.

د اعلامیې له مخې د ګازو د نړیوالې بیې له په پام کې نیولو سره به د افغانستان له لارې ددغو ګازو د انتقال د پروسې له پيل سره سم افغانستان ته هر کال څلور سوه ملیونه ډالره حق العبور ورکول کیږي.

د کانونو وزارت چارواکي وايي چې ټاکل شوې د روان لمریز کال د جوزا په میاشت کې د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند چارواکي دغه موافقه لاسلیک کړي او د ټاپي په نوم ددې پروژې نور ټول اسناد هم برابر کړي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcc4iq0.2bqxs8j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته