دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳۱ حمل ۱۳۹۱ ساعت ۱۶:۰۳
د مطلب کود : 40282
امریکا د انتحاري طالبانو له مړو سره د خپلو پوځیانو پر عکسونو بخښنه وغوښته
دا عکسونه خپاره نه کړي ځکه چې له دا ډول عکسونو څخه دښمن د امریکايي او افغان ځواکونو پرضد د تشدد د پارلولو لپاره کار اخلي.
د امریکا دفاع وزیرلیون پنیتا د چهارشنبې په ورځ د هغو عکسونو خپرېدا وغندله او په عین حال کې یې بخښنه وغوښته چې امریکايي سرتېري له وژل شویو ځانمرګو افغانانو سره ښيي.

پنیتا د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې خبریالانو ته وویل:«دا جنګ دی، زه پوهېږم چې جنګ بد شی دی او تشدد دی.زه پوهېږم چې ځوانان ځیني وخت احمقانه کارونه کوي.»

پنیتا بروکسل ته تللی چې د ناټو د بهرنیو او دفاع وزیرانو په دوه ورځنۍ غونډه کې ګډون وکړي.

ده وویل:«دا عمل یقیناً زموږ استازیتوب نه کوي، زه نه غواړم چې د دې عکسونو په وجه زموږ خلک ژوبل شي یا له افغانانو سره زموږ اړیکې زیانمنې شي.»

کله چې له پنیتا څخه وپوښتل شول چې ایا ده د دې پېښې په خاطر د ناټو له غړیو څخه بخښنه غوښتې ده، ده وویل چې داسي کومه غوښتنه ورڅخه نه ده شوې، خو«زه د امریکا د متحدو ایالتونو د دفاع وزارت او د امریکا د حکومت له لوري بخښنه غواړم.»

د امریکا دفاع وزارت(پینتاګون) ویلي چې د عکسونو په اړه د دوی څېړنې دوام لري او که هرڅوک په دې مسله کې مسوول وبلل شو په پوځي محکمه کې به عدالت ورباندې تطبیق شي.

پنیتا وویل:« ما لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې ته وویل، چې دا عکسونه خپاره نه کړي ځکه چې له دا ډول عکسونو څخه دښمن د امریکايي او افغان ځواکونو پرضد د تشدد د پارلولو لپاره کار اخلي.»

ناټو په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په عکسونو کې امریکايي پوځیان د هغو وسله والو مخالفانو له مړو سره ښکاري چې ځانونه یې په ۲۰۱۰ کال کې (په انتحاري حمله کې) وژلي دي.

لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې، چې د چهارشنبې په ورځ یې عکسونه چاپ کړل، لیکلي چې اتلس عکسونه یې ترلاسه کړي دي.

سپینې ماڼۍ د پنیتا څرګندونې تایید کړې

د سپینې ماڼۍ ویندوی جې کارني هم د پنیتا څرګندونې تایید کړې، ویې ویل چې دا پېښه د غندلو وړ ده.

کارني وویل، اخیستل شوي عکسونه د امریکايي پوځیانو معیار نه ښيي او اوباما باور لري چې باید په دې اړه تحقیقات وشي او له هغو کسانو، چې مسوولیت لري، باید حساب واخیستل شي.

د سپینې ماڼۍ ویندوی د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا ولسمشر بارک اوباما دا عکسونه لیدلي دي او کنه؟ وویل« زه نپوهېږم چې اوباما دا عکسونوه لیدلي او کنه دي.»

تر دې مخکې د طالبانو پر مړو د څو امریکايي پوځیانو د ادرار د ویدیو خپرېدا هم زیات حساسیتونه پارولي ول. امریکا وروسته د خپلو عکسرو پر دې کار بخښنه وغوښته.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdxx0o.yt0zj6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته