دخپریدو نیټه :شنبه ۲ ثور ۱۳۹۱ ساعت ۱۶:۴۱
د مطلب کود : 40386
ولسي جرګې نن د ملي بودیجې طرح په اکثرو رایو تصویب کړه
د ولسي جرګې غړیو د مالیې وزارت له خوا په دې بودیجې کې د اصلاحاتو د راوستلو وروسته د ۱۳۹۱ کال بودیجه د رایو په اکثریت تصویب کړه.
د روان لمریز کال د ملي بودیجې طرح له دوو ځلو ردیدو وروسته بالاخیره نن د ولسي جرګې له خوا تاید شوه.

د ولسي جرګې غړیو د مالیې وزارت له خوا په دې بودیجې کې د اصلاحاتو د راوستلو وروسته د ۱۳۹۱ کال بودیجه د رایو په اکثریت تصویب کړه.

د ولسي جرګې ریس عبدالروف ابراهیمي د ولسي جرګې پرېکړه دا ډول اعلان کړه.

″په مجوع کې د ۱۳۹۱ لمریز کال ملي بودیجه چې په کې عادي او انکشافي بودیجه شامله ده ۷۴۴ میلیارده افغانۍ دي. دا بودیجه د څلورویشتو سرو کارتونو په استثنا تصویب شوه.″

مخکې تر دې د ولسي جرګې غړیو دا بودیجه چې د دوی په وینا توازن ورپه کښې موجود نه وو، دوه ځلې رد کړه.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciqpa5.t1auv26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته