دخپریدو نیټه :جمعه ۱۹ جوزا ۱۳۹۱ ساعت ۲۰:۱۵
د مطلب کود : 42758
جان الن په لوګر کې د ملکي مرګ ژوبلې له امله بخښنه وغوښته
جان الن نن لوګر ته سفر وکړ او په مرکز پل علم کې یې د لوګر له سیمه یېزو چارواکو سره په خبرو کې یې دغه پيښه یوه غمیزه وبلله او ویې ویل چې دوي یې په اړه جدي تحقیقات کوي.
ه افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان الن په لوګر ولایت کې د بهرنیو ځواکونو د څو ورځو مخکې عملیاتو کې د ملکي مرګ ژوبلې له امله بخښنه وغوښتله.

د ازادۍ راډیو د راپور له مخې جان الن نن لوګر ته سفر وکړ او په مرکز پل علم کې یې د لوګر له سیمه یېزو چارواکو سره په خبرو کې یې دغه پيښه یوه غمیزه وبلله او ویې ویل چې دوي یې په اړه جدي تحقیقات کوي.

د ازادۍ راډیو خبریال وايي چې په دې غونډه کې د لوګر والي طاهر خان صبري له جان الن نه وغوښتل چې د پیښې عاملین محاکمې ته راکاږي.

ښاغلي صبري همداراز وویل چې ناټو ځواکونه باید په خپلې پوځي تګلارې له سره کتنه وکړي.

سیمه یېز چارواکي وايي چې د تیرې چهارشنبې په ورځ د لوګر په برکي برک ولسوالۍ کې په یوه کور د ناټو ځواکونو په هوايي بمباري کې اتلس ملکي کسان وژل شوي دي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdj50o.yt0xk6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته