د ایرنا د راپور له مخې د مصر د ولسمشرۍ د ټاکنو غیر رسمی شمیرنې ددې ښودنه کوي چې په دغه ټاکنو کښې د اخوان المسلمین کاندیدا محمد المرسي په دوهم پړاؤ کښې له ۵۲ سلنې زیاتې رایې ګټلي او د دغه هیواد ولسمشر شوی دی .
ددغه خبر له مخې د مصر دپخوانې لومړې وزیر او د حسني مبارک پاتې شونې احمد شفیق ۵/ ۴۷ رایې ګټلي دي .
د عدالت او ازادۍ ګوند(اخوان المسلمين) يوه مشر حسن ابراهيم وويل، چې د دوی نوماند ټاکنې ګټلی او که چېرې د خلکو د رايې خلاف د ټاکنو په پايلو کې لاسوهنه وشي نو مصر به د يوه بل انقلاب شاهد وي.
ده د مصر د واکمنې پوځي شورا له خوا د پارلمان ړنګول غير قانوني وګڼل او ويې ويل چې د مصر د اساسي قانون د اعلاميې له مخې يوازې ولس د ټولپوښتنې له لارې کولای شي پارلمان ړنګ کړي.
د يادونې وړ ده چې د مصر واکمنې پوځي شورا د نوي فرمان له مخې پارلمان ړنګ کړی او د اساسي قانون تر تصويب پورې يې اصلي واکونه په خپل لاس کې ساتلي دي او راتلونکی ولسمشر به تر ډېره بريده سمبوليک حیثيت ولري
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)