په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ ، ملي امنیت او ایتلافي ځواکونو د نهو ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې د کابل ، کندهار ، بغلان ، سرپل ، هلمند ، زابل ، پکتیکا او فراه ولایتونو په اړوندوسیمو کې یی ترسره کړل،۱۲ تنه ترهګر طالبان ووژل شول ، دري تنه ټپیان او ۲۸ تنه یې ژوندي نیول شوي دي .
په یادو عملیاتو کې ۵۱۹ کیلوګرامه تریاک ، ۹۲ کیلوګرامه کریستال او یوه زیاته اندازه مهمات اوچاودیدونکې توکې چې: ۲۰۰ ډزه د درنو وسلو مرمې ،۳۴۰۰ کیلوګرامه کیمیاوی سره ، ۹ کړۍ ماینونه او یو موټر سایکل دهېواد ملی پولیسو لاسته لویدلې دي.
همداشان د افغانستان د ملی پولیسو ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونوکې څلور کړۍ بیلا بیل ډوله ماینونه چې تازه د طالب ترهګرو له لوري د غیر اسلامی او غیر انسانی کړنو د ترسره کولو په موخه د فاریاب او میدان وردکو ولایتونو په اړوندو سیمو کې ځاي پرځاي شوی وو کشف او شنډ کړل.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)