دخپریدو نیټه :شنبه ۱۷ سرطان ۱۳۹۱ ساعت ۱۷:۱۷
د مطلب کود : 44685
د خوست ګردیز پر لویه لاره د یوه پلنکوچ موټر د چپه کیدو له امله ګڼ خلک ژوبل شوي
د خوست ګردیز پر لویه لاره د یوه پلنکوچ موټر د چپه کیدو له امله ګڼو خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د ګردیز د ملکي روغتون سرطبیب ډاکټر صبا ګل پاکتین وایی چې لدی پیښې څخه ورته ۱۳ ټپیان روغتون ته انتقال شوې دي.

د دې ولایت والي ویاند روح الله سمون بیا وایي، چې په دې پیښه کې دوه تنه مړه شوي دي او ۱۶ نور ټپیان دي.

د نوموړي په وینا، چې د دغو کسانو حالت نازک دی او د تلفاتو د ډیریدو احتمال شته.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcenp8e.jh8evi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته