دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۵ سرطان ۱۳۹۱ ساعت ۰۸:۲۱
د مطلب کود : 45187
ولسمشر کرزي د احمدخان سمنګاني د ترور د څېړلو لپاره پلاوی وګوماره
د افغانستان ولسمشر حامد کرزي په ایبک کې د ملي جنبش د پخواني قومندان احمد خان سمنګاني او درویشت نورو دولتي مامورینو او قومي مشرانو د وژل کېدو د پېښې د څېړلو لپاره یو څېړونکی پلاوی سمنګان ته ولېږه.
پرون سهار د ولسي جرګې د تېرې دورې غړی احمد خان سمنګاني هغه مهال په یوه ظاهراً ځانمرګي برید کې ووژل شو چې نوموړی د خپلې لور د واده د مېلمنو د هرکلي لپاره د هوټل دروازې ته ورسېد.

ولسمشر کرزي د لويې څارنوالۍ د مرستیال رحمت الله نظري په مشرۍ د کورنیو چارو وزارت او ملي امنیت د ریاست د استازو په ګډون یوه پلاوي ته دنده سپارلې چې سمنګان ته لاړ شي او د دې قضیې په اړه تحقیقات وکړي.

د سمنګان امنیه قومندان القاعده او په دې ترهګرې ډلې پوري تړلي ډلې د احمد خان سمنګاني او ۲۳ نورو کسانو په وژلو کې په لاس لرلو تورنې کړي او ویلي یې دي چې غالباً دا کار د ازبکستان اسلامي تحریک کړی دی.

افغان طالبانو د پېښې په هماغه پیل کې وویل چې دوی په دې برید کې لاس نه لري.

له پېښې وروسته د ولسمشر کرزي د دفتر له خوا یوه خبرپاڼه خپره شوه چې په ترڅ کې یې ویل شوي:« د افغانستان دښمنانو یو وار بیا زموږ د بې ګناه خلکو او هغو مجاهدو شخصیتونو په ترور لاس پوري کړ چې په خپلو هڅو یې د هیواد په ملي یووالي کې رول لوبولی و.»

په دې حمله کې د لوېدیځ زون د پولیسو قومندان سید احمد سامع، د ولسي جرګې غړی محمد اسحاق رهګذر او د سرپُل پخوانی والي سید اقبال مُنیب د ګڼو نورو سیمه ییزو مشرانو ترڅنګ وژل شوي دي.

د پېښې د ټپیانو شمېر په پیل کې شاوخوا سل تنه ښوول شوی و خو وروستي راپورونه وايي چې نژدې پنځوس تنه ژوبل شوي دي.


د شمال ټلوالې پاتې شونو، چې اوس د ملي جبهې او ملي ايتلاف په نومونو په دوو جلا تشکیلونو کې راټول شوي، له خپلو ملاتړ کوونکو رسنیو سره په خبرو کې حکومت مسوول بللی چې د شخصیتونو امنیت نه ساتي. دوی همداراز ویلي چې دې پېښې وښودله چې حکومت پر حالاتو کنټرول نه لري او د دوی غوښتنه دا ده چې باید د دې حملې مسوولان د قانون منګولو ته وسپارل شي.

د پاکستان حکومت هم د احمدخان سمنګاني ترور په کلکه غندلی او د هغه د کورنۍ له غړیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.

تر دې یوه ورځ مخکې د لغمان د ښځو د چارو ريیسه حنیفه ساپۍ له خپل خاوند سره د ماین په چاودنه کې ووژل شوه. په دې پېښه کې یوولس تنه نور ژوبل شول.

له تېرو لسو کلونو راهیسي د افغانستان په جنوبي او شرقي ولایتونو کې د شخصیتونو وژنې دوام لري او د هر یوه مسوولیت وسله وال طالبان په غاړه اخلي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccmsq0.2bqp48j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته