دخپریدو نیټه :دوشنبه ۹ اسد ۱۳۹۱ ساعت ۱۱:۰۶
د مطلب کود : 46034
د کونړ په دانګان او شیګل ولسوالیو باندې د پاکستان له لوري څه باندې ۵۰ توغندي راغلي
۲۱ توغندي د شیګل ولسوالۍ په شلطن دره او پنځه دیرش نور د دانګام ولسوالۍ په بیلابیلو سیمو لګیدلي دی.
د کونړ سیمه ییز چارواکي وایي، چې تیره شپه هم د دغه ولایت په دانګام او شیګل ولسوالیو باندې د پاکستان له لوري څه باندې پنځوس توغندي راغلي.

د دغه ولایت والي سیدفضل الله وحیدی ازادي راډیو ته وویل چې ۲۱ توغندي د شیګل ولسوالۍ په شلطن دره او پنځه دیرش نور د دانګام ولسوالۍ په بیلابیلو سیمو لګیدلي دی.

نوموړي زیاته کړه چې د دغو توغندیو د لګیدو له امله مرګ ژوبله نه ده رامنځ ته شوې.

د کونړ چارواکي وایي د تیرو څلورو میاشتو راهیسې د دغه ولایت په سرحدي ولسوالیو د پاکستان له لوري څه باندې دوه زره توغندي راغلي دی.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcee78e.jh8pxi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته