دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۱ اسد ۱۳۹۱ ساعت ۱۳:۴۴
د مطلب کود : 46131
د سره صلیب نړېواله کمیټه به په کندهار کې بیرته خپل روغتون فعال کړي
د افغانستان د جمهوري ریاست د خبرپاڼۍ له مخې د سره صلیب د کمیټې مشر، پیتر مور، دا موضوع پرون له ولسمشر کرزي سره د کتنې پر مهال یاده کړې ده.
ټاکل شوې، چې د سره صلیب نړېواله کمیټه په کندهار کې بیرته خپل روغتون فعال کړي.

د افغانستان د جمهوري ریاست د خبرپاڼۍ له مخې د سره صلیب د کمیټې مشر، پیتر مور، دا موضوع پرون له ولسمشر کرزي سره د کتنې پر مهال یاده کړې ده.

مور له افغان حکومته غوښتې چې په کندهار کې ورته د کاري مصونیت امکان برابر کړي.

افغان ولسمشر ویلي، چې په دې برخه کې به هڅې وکړي، ولسمشر کرزي همدا شان د خپلو خبرو په یوې برخې کې په افغانستان کې د بشري حقونو ته درناوی او له دې حقونو څخه د ملاتړ په اړه هم ټینګار کړی دی.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccssq0.2bqe18j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته