دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۲ اسد ۱۳۹۱ ساعت ۱۷:۵۸
د مطلب کود : 46223
امریکا: له ماشومانو سره ناوړه چلند په لوی عمر کې د ډیپریشن امکان زیاتوي
د امریکا د متحدوایالاتو د تکزاس پوهنتون د یوه تازه تحقیق په نتیجه کې څرګنده شوې، چې په کوچنیوالي کې له ماشومانو سره ناوړه چلند او زور زیاتی په لوی عمر کې د ژور خفګان یا ډیپریشن امکان زیاتوي.

د تکزاس په پوهنتون کې پر دوو ډلو ماشومانو تحقیق شوی دی.
لومړی ډله هغه ماشومان دي، چې په ماشومتوب کې ناوړه چلند ورسره شوی دی او د کورني تشدد قرباني شوي دي.

دوهمه ډله هغه ماشومان دي، چې ښه ماشومتوب یې درلود او په کم عمر له هیڅ ډول زور زیاتي سره نه دی مخامخ شوي .

د تکزاس د پوهنتون محقق هاو هیونګ د دې تحقیق په اړه د فرانسې خبري اژانس ته ویلي ، چې دا تنکې ځوانان د پینځو کلونو په موده کې، هرکال د شپږو میاشتو لپاره تر تحقیق لاندې وو.

پروفیسور هونګ ویلي دي، چې د دې تنکیو ځوانانو د دماغي حالت د څرنګوالي د څرګندولو لپاره ځانګړې مغزي معاینې (ام ار ای) تر سره شوې.

په معایناتو کې څرګنده شوه ، چې له زور زیاتي او ناوړه چلند سره د مخامخ شویو ماشومانو د مغز سپینه ماده اختلال لري .

د مغز سپینه ماده ، هغې ځانګړې برخې ته وايي، چې د مغز له یوې برخې څخه پيغام بلې ته لیږدوي.

امریکايي محققان وايي، د ماشومانو او ځوانانو د مغز په دې برخه کې اختلال په لوی عمر کې په ژور خپګان یا ډيپریشن د هغوي د اخته کیدو امکان زیاتوي.

ډاکټر خالق ویسي ، چې د ماشومانو د روان پیژندې په برخه کې یې کار کړی دی وايي، چې په لوی عمر کې له ډيپریشن یا ژور خفګان څخه د نجات په خاطر باید له ماشومانو سره مینه وشي او د درناوي احساس ورکړ شي.

ډاکټر ویسي د ماشومانو د رواني روغتیا په اړه ازادی راډیو ته وویل: ې په کم عمر کې له زور زیاتي او ناوړه چلند سره مخامخ کیدل په راتلونکې کې د هغوی په منځ کې د ژور خفګان، سرزورۍ او بد خوی د پيدا کیدو سبب هم ګرځيدلای شي. 

سرچینه: ازادی رادیو
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcexw8e.jh8pwi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته