دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۲ اسد ۱۳۹۱ ساعت ۱۶:۵۵
د مطلب کود : 46783
دلغمان دولایت دعلیشنګ دولسوالۍ ولسوال ووژل شو
درپوټونو له مخې دولسوال او دهغه ددرې تنو ملګرو دسپرلۍ موتړ هغه مهال دسرک دغاړې له ماین سره ټکروکړاووچاودید چې دوﺉ دلغمان دولایت دمرکز په لوردتلو په حال کې وو.
نن دیکشنبې دورځې غرمه پوره دولس۱۲ بجې دلغمان دولایت دعلیشنګ دولسوالۍ ولسوال له خپلو درې تنه ملګرو سره دسړک دغاړې دماین په یوه چاودنه کې ووژل شو، دغه چاودنه دولسوال دسپرلۍ دموتړ دحرکت پرلارې پیښه شوه.
درپوټونو له مخې دولسوال او دهغه ددرې تنو ملګرو دسپرلۍ موتړ هغه مهال دسرک دغاړې له ماین سره ټکروکړاووچاودید چې دوﺉ دلغمان دولایت دمرکز په لوردتلو په حال کې وو.
په دې پیښه کې دولسوال دسپرلۍ موتړ په کلي ډول ویجاړ شوی او له منځه تللی دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا(
https://avapress.com/vdcfmedj.w6dvcaz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته