دخپریدو نیټه :جمعه ۲۴ سنبله ۱۳۹۱ ساعت ۱۶:۲۹
د مطلب کود : 48726
حامدکرزی د غزني په ولایت کې په یوه ترافیکي پیښه کې پر اوښتي مرګ ژوبلې
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي د غزني ولایت د آبند ولسوالۍ د سپین بند په سیمه کې د یوې ټرافیکي پیښې له امله پر اوښتي مرګ ژوبلې باندې خواشیني څرګنده کړه او نن یې د ارګ په جامع جومات کې د جمعې له لمانځه وروسته د دغې پیښې شهیدانو ته دعا وکړه.

نن سهار د غزني د آبند ولسوالۍ د سپين بند په سيمه کې د يوه ٣٠٣ډوله بس او د تېلود یوه ټانکر د ټکر له امله شاو خواپنځوس تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

حامدکرزی په دغه ټرافیکي پیښه کې پر اوښتي مرګ ژوبلې باندې چې یو شمېر ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي په ژوره توګه خواشینی شوی او د عامې روغتیا وزیرې، د غزني والي او نورو اړوندو چارواکو ته یې لارښوونه کړې ده چې د دغې پیښې د ټپیانو د درملنې لپاره له ټولو امکاناتو ته څخه کار واخلي او د شهیدانو له کورنیو سره لازمې مرستې وکړي .

د هېواد جمهوررئیس د دغې پیښې د شهیدانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او
ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوي او ټپیانو ته د لوی خدای له درباره د سملاسي روغتیا
هیله کوي.



سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس( آوا)
https://avapress.com/vdcepf8e.jh8vwi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته