دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۳ قوس ۱۳۹۱ ساعت ۱۸:۲۵
د مطلب کود : 53947
خارجي عسکر دنشه ایزو موادو په قاچاق کښې لاس لري
راپورونه په افغانستان کښې دنشه ایزو موادو له تولید او قاچاق څخه دخارجي عسکرو دملاتړ ښودنه کوي . پریس ټي وي چینل راپور ورکړ راپورونه وايي په افغانستان کښې خارجي عسکر په نشه ایزو موادو کښې داستعمالیدونکو شیانو دغیرقانوني واردولو لپاره داسانتیاو په برابرولو سره په افغانستان کښې دنشه ایزو موادو په تجارت کښې لاس لري . دایران داسلامي جمهوریت له نشه ایزو موادو سره دمبارزې پولیسو دروان میلادي کال ددسمبر میاشتې په لومړیو کښې وویل په افغانستان کښې هر کال اووه سو ۷۰۰) ټنه هیروین تولیدیږي چې دجوړیدا لپاره هرکال دیارلس (۱۳۰۰۰)زره ټنه کیمیاوي موادو ته ضرورت لري . دملګروملتونو له جرمونو او نشه ایزو موادو سره دمبارزې دفتر هم په خپل راپور کښې ویلي په افغانستان دامریکا له حملې راهسې چې په ۲۰۰۱ میلادي کال کښې شوي وه په دغه هیواد کښې دنشه ایزو موادو کر او تولید زیات شوی دی . ملګروملتونو ويلي دي دافغانستان کابو ۹۵ فیصده نشه ایز مواد ددغه هیواد په جنوبي او ختیځو ولایتونو کښې چې دامریکا او انګلستان دعسکرو په کنټرول کښې دي تولیدیږي . په افغانستان کښې دنشه ایزو موادو په کر او تولید کښې خارجي عسکر لاسونه لري او له دې لارې هغوې ډیر عاید لاس ته راوړي . دانګلستان ، فرانسې ، کاناډا او امریکا ډیر عسکر خپلو هیوادونو ته دنشه ایزو موادو دوړلو په وخت نیول شوي هم دي .
















سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfe1dt.w6dmjaz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته