دخپریدو نیټه :شنبه ۷ دلو ۱۳۹۱ ساعت ۲۱:۰۷
د مطلب کود : 57293
د افغانستان د سوداګرۍ وزارت پر پاکستاني غټو موټرو شرایط وضع کړل
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت چاروکي وایي، ټول پاکستاني موټر چې د افغانستان له سرحد څخه مواد انتقالوي باید بانکي تضمین پاڼه او د یوه افغان شرکت څخه د بیمې پاڼه ولري.

د دې وزارت ویاند وحیدالله غازي خیل نن ازادي راډيو ته وویل؛ د دې کار د عملي کېدو په خاطر یې ماليې وزارت یو لیک هم لېږلی.

نوموړي وویل، په دې لیک کې ټینګار شوی، چې د دې کار د نه پلی کېدو په صورت کې به له افغانستان څخه پاکستاني مالونو د ټرانزیټ اجازه ورنه کړي.

تر دې مخکې ځینو افغان سوداګرو ویلي؛ چې په پاکستان کې د افغان سوداګرو ستونزې نه هواريږي، نو باید افغان حکومت هم ورسره په ځینو برخو کې همکاری بنده کړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdsx0k.yt05n6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته