دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲ حوت ۱۳۹۱ ساعت ۱۰:۴۲
د مطلب کود : 59034
حامدکرزي د لوړ پوړو چارواکو د تعییناتو د مشورتي بورد له غړو سره وکتل
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي، نن مازیګر د لوړ پوړو چارواکو د تعییناتو د مشورتي بورد له غړو سره وکتل.
په دغه کتنه کې دغه بورد خپل کاري رپوټ او د خپلو اجرااتو جزئیات د هېواد جمهوررئیس ته وړاندې کړل.
د تعییناتو د مشورتي بورد غړي فرید حمیدي په خپلو څرګندونو کې وویل چې تراوسه پورې په بیلابیلو پستونوکې د مقررۍ لپاره ۳۹۶ تنه دغه بورد ته معرفي شوي دي چې د هغوی د کاندیداتورۍ د مراحلو د بشپړیدو په نتیجه کې ۲۹۷ تنو د بورد د تائید راې ترلاسه کړي او د خپلې خوښې وړ پستونوکې ګمارل شوي دي. ده زیاته کړه چې ۴۵ ګڼه فرمان د بورد کاري ساحې پراخې کړي او اوس د ښاروالانو د مقررۍ چارې هم له دې لارې بشپړیږي.

همدا راز دغه بورد د هېواد د ځوانو لیسانسه او فوق لیسانس کادرونو په اړه له ۶۰۰ څخه په زیاتو پاڼوکې معلوماتي بانک جوړ کړی دی چې له هغه څخه په دولت کې د مقرریو په برخه کې د یوې معتبرې سرچینې په توګه کار اخیستل کیدلای شي. د بورد بلې غړې هما صبرۍ وړاندیز وکړ چې د معینیت په څېر په لوړو څوکیوکې دې ښځو ته د مقرریو ونډه زیاته شي.

د بورد غړو د هېواد په اداره کې د ستونزو د یادولو په ترڅ کې په سیمه ایزو ادارو یعنې ولایاتوکې د چارواکو د دوه ګوني تابعیت د ستونزې یادونه وکړه چې په حل یې باید لاس پورې شي.
جمهوررئیس د تعییناتو د بورد کار مثبت و ارزولو او څرګنده یې کړه چې د هغو ټولو مقرریو په لاس لیک کې چې د دغه بورد لخوا یې چارې بشپړې شوي وي، په ډاډ سره اقدام کوي.
حامدکرزي وویل چې زموږ د ملکي خدمتونو نظام د وخت په تېریدو او د وروستیو درې لسیزو سختو پړاونو له تیرولو وروسته د ښه والي په حال کې دی. ده زیاته کړه چې زه د ملکي خدمتونو په اداره کې د ځوانو کادرونو د جذب لپاره هرکال د سراسري آزموینې د اخیستلو طرف داریم او هیله لرم چې یوه ورځ د ملکي خدمتونو د یوې پیاوړې او بې طرفې ادارې لرونکي و اوسو.




سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdci5uaw.t1a3p26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته