دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۳ حوت ۱۳۹۱ ساعت ۱۲:۵۰
د مطلب کود : 60533
عامې روغتیا وزارت د روږدو د درملنې ۳۰۰ بستریزه روغتون پرانیست
 د افغانستان د اسلامی جمهوری دولت د عامې روغتیا وزارت پرون د کابل ښار په جنګلک سیمه کې یو ۳۰۰ بستریزه روغتون د مخدره توکو د روږدو کسانو د درملنې په خاطر پرانیست.

د یاد روغتون په پرانیستغونډه کې د جمهوری ریاست دوم مرستیال محمد کریم خلیلی، د عامې روغتیا وزیرې ډاکټرې ثریا دلیل، د حکومتی اړوندو ارګانو استازو او د ملی شورا ډواړو خونو یو شمیر غړو ګډون درلود.
عامې روغتیا وزیرې ډاکټرې ثریا دلیل د خپلې وینا په ترڅ کې، د ترهګرۍ په شان د نورو نړیوالو کواښونو تر څنګ، د روږدی توپ د پراختیا په باب انديښنه وښوده او ویې ویل چې په نړۍ کې یو شمیر کارپوهان پدې باور دي چې د روږدې توپ له امله کومه مړینه چې رامنځته کیږې د نړۍ له هرو نور خونړۍ جګړو څخه یې شمیره زیاته ده.
عامې روغتیا وزیرې زیاته کړه چې د ملګرو ملتونو د تازه رپورټ له مخې، په نړۍ کې ۲۷۲ میلیونه انسانان روږدي ډی چې له هغې جملې څخه لس میلیونه یې په سیمه کې او یو میلیونه يې په افغانستان کې شتون لري چې پدې هیواد کې د مخدره توکو د تولید د لوړیدو لامل ګرځي.

ډاکټرې دلیل وویل د عامې روغتیا وزارت، د مخدره توکو سره د مبارزې وزارت او د جرایمو او مخدره توکو په برخه کې د ملګرو ملتونو د دفتر د څیړنو له مخې، په افغانستان کې د مخدره توګو د ناوړه ګټې اخستینکو له یوه میلیون جملې څخه ۸۰ سلنه نارینه، ۱۳ سلنه یې ښځینه او ۷ سلنه یې ماشومان دي.
د عامې روغتیا وزیرې په وینا، نړیوال روغتیایی سازمان، سپارښتنه کړې چې د مخدره توکو د کارونکو له جملې څخه یوازې ۲۵ سلنه یې د بستر وړ خدمتونو ته اړتیا لري او متباقی نور یې په نورو میتونو لکه روانۍ، ټولنیز او روانشناسی مداخلاتو سره وده مومي.

ډاکټرې دلیل د روږدو کسانو د درملنې په اړه د عامې روغتیا وزارت پر فعالیتونو رڼا واچوله او ویې ویل چې دغه وزارت په ۱۷ ولایتونو کې د ۵۰۰ مسلکي روغتیایی پرسونل په لرو سره، د روږدو کسانو د درملنې لپاره خدمات وړاندې کوي چې ۵۰ بستریزه روغتونونه یې په ننګرهار، قندهار، بلخ، هرات او جوزجان ولایتونو کې فعالیت کوي او همداشان ۲۰ بستریزه روغتونونه یې د روږدو کسانو د درملنې په
موخه په بدخشان، کندز، سمنګان، فاریاب، غور، فراه، نیمروز، بامیان، غزنی، کنړ او لغمان ولایتونو کې فعالت ترسره کوي.

عامې روغتیا وزیرې زیاته کړه چې په ټولیزه توګه په هیواد کې ۱۰۵ مرکزونه د روږدو کسانو د درملنې په موخه فعالیت کوي چې له هغې جملې نه د ۲۱ مرکزونو مسئولیت او مدیریت یې د عامې روغتیا وزارت پر غاړه دی چې ټول ټال ۱۱۰۰بسترونه لري او هرناروغ د ۴۵ ورځو په موده کې د درملنې په خاطر بستریږي.
نوموړې وویل، زمونږ تجربه دا جوته کوي هغه څه چې د معتادینو په موفقه درملنه کې ډیر رول لري، د هغوی د استخدام او په دندې د ګمارلو موضوع ده، که چیرې هغوی ته دنده او کاری مصروفیت برابر شي نو پدې صورت کې د هغوی بیرته تګ روږدي توپ ته ډیر کم لیدل کیږي.

همداشان پدې مراسمو کې د جمهوری ریاست دوم مرستیال محمد کریم خلیلی هم د موضوع په باب خبرې وکړي او ویې ویل: مونږ په نړۍ، سیمه او افغانستان کې د روږدی توپ پدیده د ترهګرۍ په شان یوه ستونزه بولو، لکه څنګه چې ترهګرۍ يوه بهرنۍ پدیده ده، مخدره توکي هم کاملاْ یوه افغاني پدیده نده، بلکه داسې یوه پدیده ده چې د ترهګرۍ او مافیايي بانډو سره تړاو لري چې د سیمې او نړۍ په کچه له هغې څخه د تجارت په توګه استفاده کوي.
محمد کریم خلیلی، وویل چې د مخدره توکوسره د مبارزې دنده نه یوازې دعامې روغتیا وزارت او یا د کوم بل ارګان دنده ده، بلکه باید ټول ارګانونه، خلک، علما او په تیره بیا رسنی پدې اړوند جدي پاملرنه وکړي او د دینې عقاید په مټ وشو کولای د روږدي کیدو مخه ونیسو او د مخدره توکو د کارونې د اضرارو په باب عامه پوهاوی لوړ کړو.

دجمهوری ریاست دویم مرستیال د محاکمو، عدلي او قضایی مراجعو غوښتنه وکړه چې د مخدره توکو د قاچاق او د سوداګرۍ د اصلی څهرو سره جدی بروخورد وکړي خو له بده مرغه د دغو وژونکو سوادګرانو او اصلی څهرو سره جدي مبارزه نده شوي.
یاد ونې وړ ده چې دیاد روغتونو ودانۍ د کابل ښار د جنګونو په وخت کې تر ډیره بریده وجاړه شوې وه چې د عامې روغتیاوزارت د مسئولینو د هلوځلو په نتیجه کې دغه ودانۍ بیا ورغول شوه او دامهال ډیر یو ښکلی او غوره ځای د روږدو کسانو د درملنې لپاره دی.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcexn8p.jh87xi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته