هند له افغانستان سره د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د افغان ځواکونو د روزنې او د افغانستان د بیا رغاونې په برخو کې د مرستې ژمنه وکړه.
په هغه بیان کې چې د هند د ولسمشرۍ دفتر خپور کړی دی، د هند ولسمشر پرناب موکرجي ولسمشر حامد کرزي ته په نوي ډیلي کې د خبرو پر مهال وویل، هند پر دې ویاړي چې له افغانستان سره مرسته وکړي.
د هند ولسمشر بیا وویل، نوی ډیلي به د انتقال په سخت وخت او د پرمختګ او ملت جوړنې پر مهال د افغانستان ترڅنګ وي.
په بیان کې وړاندې ویل شوې دي، چې هند دې ته تیار شوی چې تر خپله وسه د افغانستان د ځواکونو په روزنه او تجهیزولو کې مرسته وکړي.
ولسمشر حامد کرزي بیا پرون وروسته تر دې چې د هند له ولسمشر سره ولیدل، د دغه هیواد له صدراعظم من موهن سنګ سره یې خبرې وکړې.
تر دې لیدنو کتنو مخکې د ولسمشر کرزي ویاند ایمل فیضي ویلي و چې ولسمشر کرزی له هنده د هرراز مرستې غوښتنه کوي، څو افغان ځواکونه او امنیتي موسسات پیاوړي شي.
افغانستان دوه کاله مخکې له هند سره د ستراتیژیکو همکاریو سند لاسلیک کړی و، چې په هغه کې د هند له لورې د افغانستان د ځواکونو د روزنې ژمنه شوې وه او اوس هم یو شمیر افغان پوځي افسران په هند کې په زده کړو بوخت دي.
هند د طالبانو د رژیم له ماتې وروسته د افغانستان په ځینو مهمو پروژو کې، لکه د لویو لارو، روغتونونو او بریښنا په برخو کې تر دوه میلیارډه ډالر ډیر کمک کړی دی، همداراز هند د افغان پولیسو، قاضیانو او دیپلوماتانو په رزونه کې مرستې کړې دي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)