دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۵ سرطان ۱۳۹۲ ساعت ۱۶:۱۶
د مطلب کود : 68962
کننګهم: د امنیتي سند په اړه خبرې باید له سره پيل شي
په افغانستان کې د امریکا سفیر وایي، هیله من دي چې د امنیتي سند په اړه د کابل او واشنګتن ترمنځ ځنډول شوې خبرې له سره پیل شي.
جیمزکننګهم نن په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې امریکا افغان حکومت ته په قطر کې د طالبانو د دفتر او د سولې د بهیر په څرنګوالي خپل نظر واضح کړی دی.
نوموړی وایي، امریکا غواړي چې؛ د سولې خبرې د افغان حکومت په مشرۍ ترسره شي او د قطر له دفتر څخه یوازې د سولې د خبرو لپاره ګټه واخیستل شي.
افغان حکومت تیره اونۍ له امریکا سره د امنیتي سند په اړه څلورم پړاو خبرې ددې لپاره وځنډولې چې ویل یې، د سولې په اړه د امریکا په خبرو او عمل کې توپیر موجود دی.
په افغانستان کې د امریکا سفارت تمه لري، چې افغان او امریکایي مرکچېان دې د امنیتي سند د لاسیلکیدو په اړه څلورم پړاو خبرې بیا پیل کړي.
په کابل کې د امریکا سفیر وایي، امریکایي چارواکو د سولې د بهیر په اړه د راپورته شویو اندیښنو د له منځه وړلو لپاره، افغان حکومت ته خپل دریځ واضح کړی.
جیمزکننګهم د چهارشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، دوی هڅه کوي چې د امنیتي سند په اړه خبرې له سره پيل شي:
"موږ د امنیتي سند په اړه خبرواترو کې ښه پرمختګ کړی، مونږ پوهیږو چې افغان حکومت په قطر کې د طالبانو د دفتر د خلاصیدو په څرنګوالي جدي اندیښنه درلوده، مونږ هم په دې اندیښنه کې ځان شریک کړ.
په حقیقت کې واشنګتن د دفتر په خلاصیدو ډیر منفي عکس العمل وښود، موږ چمتو یو چې د امنیتي سند په اړه هر وخت له سره خبرې پیل کړو ترڅو هرڅومره ژر چې کیږي په دې اړه نتیجې ته ورسیږو."
له امریکا سره د امنیتي سند موضوع د سې شنبې په ورځ د افغانستان او امریکا د ولسمشرانو په ویډیویي کانفرانس کې هم یاده شوه، خو د جمهوري ریاست په خبرپاڼه کې په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.
افغان حکومت تیره اونۍ له امریکا سره د امنیتي سند په اړه څلورم پړاو خبرې ددې لپاره وځنډولې چې ویل یې، د سولې په اړه د امریکایي چارواکو په خبرو او عمل کې توپیر موجود دی.
جمهوري ریاست وروسته له هغې دا غبرګون وښود چې طالبانو په قطر کې دفتر پرانیست او په هغه باندې یې خپل بیرغ او د اسلامي امارت لوحه ودروله.
خو له دې وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري ولسمشر حامد کرزي ته په ټیلیفوني خبرو کې ډاډ ورکړ چې؛ د طالبانو له دفتر څخه بیرغ او لوحه لرې شوي.
په کابل کې د امریکا سفیر وايي، د سولې په اړه د دوی او افغان چارواکو شرایط یو شان دي او له طالبانو سره به هغه وخت خبرې پیل کړي چې دغه ډله خبرو ته چمتوالی وښيي.
ښاغلي کننګهم ډاډ څرګند کړ چې؛ د قطر له دفتر څخه به یوازې د خبرو اترو لپاره کار اخیستل کیږي: "هغه شرایط چې د دې دفتر په اړه موږ او قطر موافقه پرې کړې، هغه دادي، چې له دې دفتر نه به د سفارت، د پیسو راټولولو او د تاوتریخوالي او ترهګرۍ د ملاتړ د وسیلې په توګه کار نه اخیستل کیږي، دغه شرایط قطر واضح کړي.
د دې دفتر اساسي هدف دا دی چې د سولې عالي شورا او طالبانو ترمنځ خبرو ته زمینه برابره کړو." امریکایي چارواکې وایي، د طالبانو د دفتر په اړه د راپورته شوو لانجو له امله د افغانستان او پاکستان لپاره ددې هیواد ځانګړی استازی جیمزډابنر په دوحه کې د طالبانو له استازو سره هم ملاقات نه دی کړی.
جیمزډابنز د دوشنبې په ورځ له دوحې څخه کابل ته راغی او دلته یې د ولسمشرحامد کرزي په ګډون له نورو لوړپوړو چارواکو سره د سولې او په قطر کې د طالبانو د دفتر په اړه خبرې وکړې.
تر اوسه معلومه نه ده، چې د امریکایي چارواکو دا ډول څرګندونې به د افغان حکومت غصه څومره کمه کړي.
افغان حکومت هم تر اوسه د امنیتي سند د خبرو د بیا پیلیدو په اړه تبصره نه ده کړې.
سرچینه : ازادی رادیو
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcir3aq.t1avq26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته