دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲ اسد ۱۳۹۲ ساعت ۱۱:۰۶
د مطلب کود : 71063
کننګهم: د صفر انتخاب د کابل او واشنګټن په ګټه نه دي
په کابل کې د امریکا سفیر وایي، افغانان او د امریکا متحده ایالات نه غواړي چې د ۲۰۱۴ م کال ترپایه ټول امریکایي عسکر له افغانستانه ووځي او له هغې وروسته امریکا په دې هېواد کې پوځي حضور ونه لري.
جمزکننګهام دا څرګندونې وروسته له هغې کوي چې؛ په دې وروستیو کې دا خبره ډیره توده شوې چې؛ ګواکې امریکا د صفر پر انتخاب غور کوي.
په کابل کې د امریکا سفیر وایي، له ۲۰۱۴ کال وروسته له افغانستانه د عسکرو ایستل او په دې هېواد کې د هیڅ یوه امریکایي عسکر نه پریښودل د هیڅ یوه هېواد په ګټه نه ده.
د امریکا د سفارت له خوا په اعلامیه کې چې د سې شنبې د ورځې ناوخته خپره شوې جیمز کننګهام وویل، د صفر انتخاب یانې د هیڅ یوه عسکر نه پریښودل به هغه څه نه وي چې موږ یې غواړو.
د اعلامیې له مخې کننګهام دغه خبره له یو شمېرافغان مشرانو او چارواکو سره په کتنه کې کړې ده.
د صفر انتخاب یا په افغانستان کې د هیڅ یوه عسکر د نه پاتې کیدو طرحه د روان کال په پیل کې د امریکا د ملي امنیت د مشاور مرستیال بین روډز راپورته کړه.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې روانه میاشت خبر ورکړ چې؛ له ولسمشرحامد کرزي سره ترینګلې اړیکی به واشنګټن دې ته وهڅوي چې له افغانستانه د خپلو عسکرو ایستل ګړندي کړي اواحتمالا په دې هېواد کې اوږد مهاله پوځي حضور ونه ساتي.
په کابل کې د امریکا د سفارت په اعلامیه کې د کننګهام له قوله ویل شوي چې؛ وایي، دوي فکرنه کوي چې افغانان یا د امریکا متحده ایالات داسې غواړي.
د فرانسپرس خبري اژانس د راپورله مخې د امریکا د ټولو وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال مارتین ډیمسي د تیرې دوشنبې په ورځ په کابل کې له ولسشمرحامد کرزي سره وکتل او هغه ورته وویل چې؛ دی په اصولو کې له دې سره موافق دی چې له ۲۰۱۴ کال وروسته امریکایي عسکرد امنیتي تړون په چوکاټ کې په دې هیواد کې پاتې شي.

د افغانستان او امریکاترمنځ پرامنیتي تړون خبرې په قطرکې د طالبانو د دفترد پرانستلود رسوایی په خاطر د جون له میاشتې راهیسې په ټپه دریدلي دي.

د فرانسپرس په وینا له کرزي سره د امریکا اړیکې چې کله هم ښې نه وې او اکثره وختونه ترینګلې وې په دوحه کې له طالبانو سره د سولې د خبرو پرسرلاپسې خرابې شوې.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcex78f.jh8zpi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته